اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری سره د اردان باچا عبد الله دوم بن الحسېن په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ دواړو لارښودو د پاكستان او اردمن د اړيكو د سباؤن په جهت د باور څرګندونه وكړه او په دوه اړخيزه سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو د نزدې تړون په ساتلو اتفاق وكړو۔ صدر مملكت آصف علي زرداري د اردن باچا ته نشان پاكستان اعزاز ډالۍ كړو۔ …
صدر مملكت آصف علي زرداري سره د اردن باچا عبد الله دوم ملاقات ٬ په دوه اړخيزه سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو د نزدې تړون په ساتلو اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری سره د اردان باچا عبد الله دوم بن الحسېن په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ دواړو لارښودو د پاكستان او اردمن د اړيكو د سباؤن په جهت د باور څرګندونه وكړه او په دوه اړخيزه سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو د نزدې تړون په ساتلو اتفاق وكړو۔ صدر مملكت آصف علي زرداري د اردن باچا ته نشان پاكستان اعزاز ډالۍ كړو۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملکت آصف علی زرداری سره د اردن باچا په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ صدر مملكت د اردن باچا ته تر ټولو اعلی سول ايوارډ نشان پاكستان وركړو۔ صدر مملکت آصف علی زرداری د هاشمی سلطنت اردن د فرمانروا شاہ عبداللہ دوم ابن الحسېن په ايوان صدر كښې هركلے وكړو۔ په شاهي پلاوي كښې د شاہ اردن د مذهبي او كلتوري چارو مشير او ذاتی استازې شهزادہ غازی ، نائب وزیراعظم او خارجه وزير اېمن صفادی او چیئرمین جوائنټ چیفس آف سټاف میجر جنرل یوسف حنیطی شامل ؤ۔ اورنۍ مېرمن محترمه آصفه بھټو زرداری، چیئرمین پیپلز پارټی بلاول بھټو زرداری او سېنېټر شیری رحمان هم په دې موقع موجود وه۔ دواړو لارښودو د پاكستان او اردن ترمينځه پخوانۍ او د ورورلۍ اړيكې په ډاګه كړې او د دوه اړخيزه اړيكو په بېلو اړخونو يۍ خبرې اترې وكړې۔ دوئي د سيمه ايز او نړيوال صورتحال جاج واغست او په خاص توګه په منځني ختيز كښې امن ٬ استحكام او سلامتيا ته يۍ خاص پام وګرځولو۔ د فلسطين په معامله صدر مملكت آصف علي زرداري او د اردن باچا جنګ بندۍ څخه وروستو د غزه صورتحال سره د اړوند خپل اصولي دريځ پخلے وكړو۔ دوئي د فلسطيني وګړو بې كوره كېدل مسترد كولو سره د دوه رياستي حل په ضرورت زور راوړو۔ دوئي جون 1967ء څخه وړاندې پولو او القدس الشريف پلازمينې سره د يو آزاد ٬ خپل واكه او د عمل وړ متصل فلسطيني رياست جوړېدو غوښتنه وكړه۔ د اردن باچا د اردن او پاكتسان ترمينځه په ژورو او مضبوطو اړيكو د وياړ څرګندونه كولو سره په بېلو څانګو كښې همكارۍ وده وركولو له د اردن د عزم پخلے وكړو۔ واړو لارښودو د پاكستان او اردن د اړيكو په جهت د باور څرګندونه وكړه او په دوه اړخيزه سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو يۍ د رابطې په ځايې ساتلو اتفاق وكړو۔د ملاقات په مهال نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ٬ وفاقي وزير سېنېټر مصدق ملك ٬ خارجه او په پاكستان كښې د اردن سفير هم موجود ؤ۔ ملاقات څخه وروستو خصوصي باورقاره دستوره وشوه په كومه كښې چې صدر آصف علي زرداري د اردن باچا ته نشان پاكستان اعزاز او د اردن باچا صدر مملکت آصف علی زرداری ته د اردن تر ټولو اعلی ايوارډ “وسام النهضة المرصع” ډالۍ كړو۔ د اردان لخوا صدر آصف علي زردار ته دالۍ كړې شوې اعزاز معزز شخصياتو او د هېواد مشرانو ته وركولې شي۔ په دستوره كښې وزیراعظم شهباز شریف، چیئرمین سېنېټ سید یوسف رضا ګیلانی، فیلډ مارشل سید عاصم منیر، چیف آف دی ایئر سټاف ائیر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو، چیف آف دی نیول سټاف اېډمرل نوید اشرف، د كابینې او سفارتی کور غړو هم ګډون وكړو۔ وروستو په ايوان صدر كښې د خاص مېلمه په درناوي كښې د درنې مېلمستيا اهتمام وكړے شو۔











