د زغم رويو ته له ودې وركولو پرته ټولنيزه همغږي امكان نه لري : سيد يوسف رضا ګيلاني

اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) دسېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې زغم او تحمل هغه اوصاف دي كوم چې هرې يوې ټولنې ته د امن او استحكام لاره ښائي٬ د زغم رويو ته له ودې وركولو پرته ټولنيزه همغږي امكان نه لري۔ د اتوار په ورځ د زغم نړيوالې ورځې په موقع خپل خصوصي پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل مؤثره مكالمه او دوه اړخيزه احترام د مضبوطو …

اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) دسېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې زغم او تحمل هغه اوصاف دي كوم چې هرې يوې ټولنې ته د امن او استحكام لاره ښائي٬ د زغم رويو ته له ودې وركولو پرته ټولنيزه همغږي امكان نه لري۔ د اتوار په ورځ د زغم نړيوالې ورځې په موقع خپل خصوصي پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل مؤثره مكالمه او دوه اړخيزه احترام د مضبوطو جمهوري رواياتو اساس دي او پارليمان قومي يووالي ٬ زغم او سماجي همغږۍ ته وده وركولو كښې خپل بشپړ كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د انتها خوښۍ ٬ عدم برداشت او كركې پاروونكو رويو په ضد به ټولو طبقاتو له په ګډه اودرېدل وي۔ دغسې چې هېواد كښې تلپاتے امن او استحكام باوري كړے شي۔ ده ووئيل په ځوانانو كښې زغم ٬ بردباري او مثبت فكر پېدا كول زمونږ اجتماعي ذمه واري ده ولې چې په سباؤن كښی به قيادت هم د دوئي په لاسونو كښې وي۔ ده ووئيل اسلام د انسانيت ٬ امن ٬ زغم او دوه اړخيزه احترام پېغام وركوي له دې كبله په ټولنيز اقدارو كښې روادارۍ ته مركزي حېثيت وركول د وخت مهم ضرورت دے۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې د زغم او ورورولۍ ودې سره مونږ د يو مضبوط ٬ سولييز او پرمختګ كړي پاكستان بنېاد كېښودلې شوو۔

مزید خبریں