اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) د آئي ټي او ټېلي كام وفاقي وزيره شزه فاطمه خواجه په دوه ورځنۍ دوره باكو آذربائيجان ته ورسېده۔ د اتوار په ورځ د آئي ټي او ټېلي كام وزارت لخوا د جاري شي بيان له مخې د آئي ټي وفاقي وزيره به په باكو كښې په روان ورلډ ټیلی کمیونیکېشن ډوېلپمنټ کنفرنس (ډبلیو ټی ډی سی) كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔ وفاقي وزيره به ډبلیو …
وفاقي وزيره شزه فاطمه خواجه په دوه ورځنۍ دوره باكو آذربائيجان ته ورسيده

مزید خبریں
اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) د آئي ټي او ټېلي كام وفاقي وزيره شزه فاطمه خواجه په دوه ورځنۍ دوره باكو آذربائيجان ته ورسېده۔ د اتوار په ورځ د آئي ټي او ټېلي كام وزارت لخوا د جاري شي بيان له مخې د آئي ټي وفاقي وزيره به په باكو كښې په روان ورلډ ټیلی کمیونیکېشن ډوېلپمنټ کنفرنس (ډبلیو ټی ډی سی) كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔ وفاقي وزيره به ډبلیو ټی ډی سی باکو كښی د پاكستان په ډیجیټل وژن او نړيوالې کنېکټیویټی مهم خطاب كوي۔ شزا فاطمه به د آذربائیجان د ډیجیټل ډېولپمنټ او ټرانسپورټ وزير سره ملاقات هم كوي۔ د ډیجیټل ډیویلپمنټ وزارت چارواكو سره ملاقات كښې به په دوه اړخيزه مرسته خبرې كولې شي۔ وفاقی وزیره به د آذربائیجان آسان خدمت سېنټر دوره كوي چرته به چې هغه د چین د صنعت او انفارمېشن ټېكنالوجي نائب وزیر یون منګ ژانګ لخوا عشائيه كښې د اعلی كچې پلاوي سره ملاقات كوي۔ دغسې وفاقي وزيره به د سوئيلي كوريا نائب وزير جے ميونګ ريو سره هم ملاقات كوي۔











