د پاكستان او اردن ترمينځه ستراتيجيكي او اقتصادي اړيكو ته د ودې ٬ په سيمه ايز او نړيوالو فورمونو ګټورې همكارۍ ته د لار پراختيا وركولو عزم پخلے

اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف او د اردن باچا شاه اے دوم بن الحسېن د پاكستان او اردن ترمينځه ستراتيجيكي او اقتصادي اړيكو ته د ودې ٬ په سيمه ايز او نړيوالو فورمونو ګټورې همكارۍ ته د لار پراختيا وركولو عزم پخلي كولو سره د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ صحت ٬ سائنس او ټېكنالوجۍ ٬ تعليم او دفاع په څانګو كښې د همكاري زياتولو موقعو لټولو په …

اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف او د اردن باچا شاه اے دوم بن الحسېن د پاكستان او اردن ترمينځه ستراتيجيكي او اقتصادي اړيكو ته د ودې ٬ په سيمه ايز او نړيوالو فورمونو ګټورې همكارۍ ته د لار پراختيا وركولو عزم پخلي كولو سره د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ صحت ٬ سائنس او ټېكنالوجۍ ٬ تعليم او دفاع په څانګو كښې د همكاري زياتولو موقعو لټولو په حاجت زور راوړے دے۔ تېره ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف او د اردن باچا شاه اے دوم بن الحسېن ترمينځه په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات وشو۔ په ملاقات كښې نائب وزیر اعظم او خارجه وزیر سېنېټر اسحاق ډار، فیلډ مارشل سید عاصم منیر،وفاقی وزیر عطاء تارړ، وفاقی وزیر مصدق ملک او اعلی سركاري چارواكي هم موجود وو۔ په ملاقات كښې سيمه ايزې سلامتيا او امن لپاره په پورته كېدونكو اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو لارښودو د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ صحت ٬ سائنس او ټېكنالوجۍ ٬ تعليم او دفاع په څانګو كښې د همكاري زياتولو موقعو لټولو په حاجت زور راوړو۔ دوئي د پاكستان او اردن ترمينځه ستراتيجيكي او اقتصادي اړيكو ته د ودې ٬ په سيمه ايز او نړيوالو فورمونو ګټورې همكارۍ ته د لار پراختيا وركولو عزم پخلے هم وكړو۔ د اردن باچا د غزه شخړې سره سره جنګ بندۍ څخه وروستو په غزه كښې استحكام او د بشري خواخوږۍ هڅو كښې د اردن كردار لپاره د پاكستان د پرله پسې ملاتړ ستائنه وكړه۔ د فلسطين په معامله دواړو لارښودو له جنګ بندۍ څخه وروستو د غزه په اړه د پاكستان او اردن اصولي موقف تسليم كړو په كوم كښې چې د فلسطيني وګړو د نقل مكانۍ مخنيوې هم شامل دے۔ دواړو لارښودو په شرم الشېخ كښې د لاس ليك شوې غزه امن لوظنامې حوالې سره د 8 عرب اسلامي هېوادونو ترمينځه د رابطو په لا زياتولو اتفاق وكړو۔ وزيراعظم د اردن باچا د پاكستان او ګاونډي هېوادونو افغانستان او هند سره د روان پېشرفت په اړه هم خبر كړو۔ د اردن باچا په منطقه كښې امن او استحكام په ځايې ساتلو كښې د پاكستان د مهم كردار اعتراف وكړو۔ ده په تود هركلي او زړه پورې مېلمستيا د پاكستاني اولس او حكومت مننه وكړه۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه د ميډيا ٬ كلتور او تعليم په څانګو كښې د مفاهمتي يادښتونه تبادله وشوه۔ وزيراعظم د اردن د باچا او هغه سره د راغلي پلاوي په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستيا اهتمام هم وكړو۔

مزید خبریں