اتحاد، تعليم او د ځوانانو قوت د لارې پاکستان اعتماد سره د استحکام او پرمختګ په لور روان دے: بيرسټر دانیال چوهدری

اسلام آباد۔15نومبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي پارليماني سېکرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئيلي دي چې اتحاد، تعليم او د ځوانانو د قوت دلارې پاکستان په اعتماد سره د استحکام او پرمختګ په لور روان دے۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ اسلام آباد سپورټس كمپلېكس كښې د وېسټ منسټر د كلنې سپورټس ورځې دستورې ته د وېنا په مهال وكړه۔ بیرسټر دانیال وویل چې …

اسلام آباد۔15نومبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي پارليماني سېکرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئيلي دي چې اتحاد، تعليم او د ځوانانو د قوت دلارې پاکستان په اعتماد سره د استحکام او پرمختګ په لور روان دے۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ اسلام آباد سپورټس كمپلېكس كښې د وېسټ منسټر د كلنې سپورټس ورځې دستورې ته د وېنا په مهال وكړه۔ بیرسټر دانیال وویل چې د ځوانو لوبغاړو اعتماد او ډسپلین دا څرګندوي چې د پاکستان راتلونکې په خوندي لاسونو کښې دې۔ دوی ته په دې اطمينان دے چې دا ماشومان به په علم او قوي ارزښتونو سمبال هېواد د افراطیت له سېوري څخه وباسي او د پاکستان ځوانان به ترورسزم ته ماتې ورکړي۔ هغه وويل زده کړه، د کردار جوړونه او سپورټ د يوې سوله ييزې او پرمختللې ټولنې د جوړولو فعاله وسيلې دي. مونږ باید د داسې ملت بنسټ کېږدو چې د زورواکو قوتونو سره د مبارزې جرات ولري۔ ده د ويسټ منسټر د زده كوونكو په نړيوالو كاميابو رڼا واچوله او ويې ويل چې زيات شمېر زده كوونكو په نړيوالو فورمونو كښې د پاكستان نمايندګي كولو سره د خپل هېواد نامه روښانه كړې ده۔ دا كاميابۍ د پاکستان رښتیني او سوله ییز هویت څرګندوي۔ ده په دې موقع د پاكستان د امنيتي ځواكونو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كړې ۔ ده ووئيل د هغوي قربانۍ په هېواد كښې امن په ځايې كېدو لاره هواروي۔ ده وويل اتحاد، تعليم او د ځوانانو قوت سره پاکستان په اعتماد سره د استحکام او پرمختګ په لور روان دے۔

مزید خبریں