اسلام آباد۔15 نومبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د كېډټ كالج وانه دوره وكړه چرته چې امنيتي ځواكونو په دې وروستيو كښې د ترهګرو بريد ناكامه كړو كومو چې زده كوؤنكي او استاذان په نخښه كول غوښتل٬ دكورنيو چارو وفاقي وزير د حكومت د دې عزم پخلے وكړو چې هغوي به د وسله والو ځواكونو په شا ولاړ وي او په ګرده منطقه كښې به د …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د كيډټ كالج وانا دوره

مزید خبریں
اسلام آباد۔15 نومبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د كېډټ كالج وانه دوره وكړه چرته چې امنيتي ځواكونو په دې وروستيو كښې د ترهګرو بريد ناكامه كړو كومو چې زده كوؤنكي او استاذان په نخښه كول غوښتل٬ دكورنيو چارو وفاقي وزير د حكومت د دې عزم پخلے وكړو چې هغوي به د وسله والو ځواكونو په شا ولاړ وي او په ګرده منطقه كښې به د تعليمي ادارو تحفظ باوري كوي۔ د خالي په ورځ دلته د خپرې شوې اعلامیې له مخې د کورنیو چارو وزیر ته وانا ته د رسیدو په مهال انسپكټر جنرل فرنټيئر كور خېبر پښتونخوا (جنوب) میجر جنرال مهر عمر خان هرکلی ووې۔ د دورې په مهال د کورنیو چارو وزیر د پاکستان د پوځ له هغو افسرانو او سرتیرو سره ولیدل چې په بریالیتوب سره یې برید شنډ کړ او ټول کیډټان او ښوونکي یې په خوندي ډول بچ كړل۔ هغه زده کونکو او فېكلټي غړو سره خبرې وکړې او د پیښې وروسته یې د دوی د زړورتیا او لوړ مورال ستاینه وکړه۔ د کورنیو چارو وزیر ته د برید د ناکامولو او د ټولو زده کونکو او ښوونکو په محفوظ ډول ويستلو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د پاكستاني آرمي او د فرنټيئر كور د پېشه ورانه مهارت او مړانې ستائنه وكړه۔ ده ووئيل ترھګرو ته انسان ويل د انسانيت سپكاوې دې۔ ده ووئيل د بريد كوؤنكو اراده د آرمي پبلك سكول په څير پېښه رامخې ته كول وو خو امنيتي ځواكونو د هغوي دا سازش ناكامه كړو۔ محسن نقوی په آپرېشن كښې شامل ټول افسران او اهلكار قامي اتلان وګرځول۔ ده اعلان وكړو چې د كېډټ كالج وانا د رنګ روغن كار به ډېر زر بشپړ شي۔ ده د حكومت د عزم پخلے وكړو چې هغه به د وسله والو ځواكونو ترڅنګ ولاړ وي او په ګرده سيمه كښې به د تعليمي ادارو تحفظ باوري كوي۔











