لاهور۔ 15 نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د پي ټي آئي د باني عمران خان په وزيراعظم شهباز شريف لګولې شوې تورونه بې بنسټه دي٬ د پي ټي آئي د باني كورودانې بشری بي بي په حكومتي چارو اثرانداز كېدله او د روحانيت په بنياد به پرېكړې روانې وې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د جوډيشل كمپلېكس …
د پي ټي آئي د باني په وزيراعظم شهباز شريف لګولې شوې تورونه بې بنسټه دي: عطاﺀ تارړ

مزید خبریں
لاهور۔ 15 نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د پي ټي آئي د باني عمران خان په وزيراعظم شهباز شريف لګولې شوې تورونه بې بنسټه دي٬ د پي ټي آئي د باني كورودانې بشری بي بي په حكومتي چارو اثرانداز كېدله او د روحانيت په بنياد به پرېكړې روانې وې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د جوډيشل كمپلېكس كښې د پي ټي آئي د باني په ضد د زېر سماعت هتك عزت كېس كارروايۍ څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ عطاء تارړ ووئيل د پي ټي آئي باني په وزيراعظم شهباز شريف د درغو تور لګولے ؤ ٬ زه نن عدالت ته وړاندے شوم او د پي ټي آئي د وكيل د ټولو پوښتنو ځواب مې وكړو۔ ده ووئيل وزیراعظم شهباز شریف په كال 2017 كښې د پي ټي آئي د باني په ضد د هتك عزت دعوی دائر كړې وه۔ دا دعوی هغه وخت شوې وه كله چې د پي ټي آئي باني په شهباز شريف پانامه كېس بېرته اغستو له د لس اربه روپو د پېشكش تور لګولے ؤ۔ د دې تور حقيقيت سره هېڅ تعلق نه ؤ۔ ده ووئيل د پي ټي آئي د باني په دور كښې به پرېكړه په روحانيت كېدلې۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير د برطانوي ورځپاڼې ‘دی اکانومسټ’ رپورټ حواله وركولو سره ووئيل چې په دغه رپورټ كښې په ښكاره ډول ليكلي شوي دي چې د پي ټي آئي د باني كورودانې بشری بي بي په حكومتي معاملاتو اثرانداز وه۔ ده ووئيل د پي ټي آئي د باني په دور كښې ټول نظام په دروغو او بهتانونو لګولو وچلولې شو۔ د ترهګرۍ پېښو په اړه ده ووئيل په وانا كېډټ كالج كښې 550 څخه د زياتو كوچنيانو ژوند بچ كړې شو او دا د پاك پوځ د مړانې علامت دے۔ ده ووئيل پوځ ترهګر وژلو سره لويه كارروائي وكړه۔ د اسلام آباد كچهري بريد په اړه ده ووئيل پلټنې روانې دي او ترهګر اوس سافټ ټارګټس پلو د تللو هڅه كوي۔ وفاقي وزير د سری لنکن هائی کمشن او زمبابوے كركټ لوبډلې مننه وكړه او په دې خبره يۍ زور راوړو چې لوبه د او امن هلې ځلې به په هر صورت روانې وي۔ د آئینی بدلون او عدالتي اصلاحاتو په اړه وفاقي وزير ووئيل د آئینی بدلونونو دلارې پرېكړې كولې شي او پارليمنټ د قانون سازۍ بشپړ اختيار لري۔ ده ووئيل د ججانو ټولې تعيناتۍ به په مېرټ كيږي۔ ده ووئيل د 27مې آئيني بدلون منظورولو كښې د تندۍ كولو تور سم نه دے٬ په دې څو كلونو راهيسې خبره روانه وه۔ ده ووئيل د پي ټي آئي بيانيه ځينې بهرنيو عناصرو په خاص توګه د افغانستان پروپېګنډې سره سمون خوري كومه چې پاكستان لپاره خطرناكه ده۔











