د چائنا ميډيا ګروپ نوموړي تعليمي پروګرام “سائنس آن ويلز” له مخې کاروان وين د اسلام آباد پارك سکول دورہ

اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) د چائنا ميډيا ګروپ نوموړي تعليمي پروګرام "سائنس آن ويلز" له مخې کاروان وين د اسلام آباد پارك سکول دورہ كړې چرته چې د تېرو 42 كالو راهسې ماسټر محمد ايوب د غېر رسمي تعليم د لارې ماشومانو ته تعليم وركوي كوم چې د معاشرتي مسئلو او مالي ستونزو په سبب په باقاعدګۍ سره د سكول سهولت نه محروم دي٬ دا ھغه ماشومان …

اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) د چائنا ميډيا ګروپ نوموړي تعليمي پروګرام “سائنس آن ويلز” له مخې کاروان وين د اسلام آباد پارك سکول دورہ كړې چرته چې د تېرو 42 كالو راهسې ماسټر محمد ايوب د غېر رسمي تعليم د لارې ماشومانو ته تعليم وركوي كوم چې د معاشرتي مسئلو او مالي ستونزو په سبب په باقاعدګۍ سره د سكول سهولت نه محروم دي٬ دا ھغه ماشومان دي كوم چې د اسلام آباد په بېلو پارکونو او لارو كښې تعليم ترلاسه كوي او د علم سفر ئې جاري ساتلے دے٬ دا سلسله مخ په وړاندې بوتللو سره د چائنا ميډيا ګروپ او د اسلام آباد ماډل سکول اېف سيون ټو د پارك سکول ماشومانو په اعزاز كښې دستوره كړې۔ په دستوره كښې سېنېټر فرح انجم بټ خاص مېلمنه وه٬ فرح انجم بټ د وفاقي تعليم او وظيفائي تربيې د سېنېټ د قائمه كمېټۍ چيېرپرسن هم ده۔ په دستوره كښې د كوربه سكول زده كوٶنكو انجونو هم ګډون كړې٬ د سكول ماشومانو په کاروان وين كښې د سائنسي مواد، په جديد علوم اډانه وېډيوز او معلوماتي هلو ځلو څخه ګټه پورته كړه۔ د يادونې وړ ده د چائنا ميډيا ګروپ دې ځانګړي اقدام يو ځل بيا ثابت كړه چې علم، دوستي او مرسته ھغه پل دے كوم چې د ټولنې كمزورې طبقې قوي سباٶن پلو بوتللے شي۔

مزید خبریں