اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) پاکستان به افغان خاورې څخه د پاکستان او د اولس په ضد كېدونكي ترهګري هېڅكله برداشت نه كړي ٬ تحريك طالبان پاکستان، بلوچ لبريشن آرمي او نور مليشيا ډله د پاکستان دښمنان دي، دوي ته سهولت وركوٶنكي به دوست نه ګڼو۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د اوونيز بريفنګ په مهال ميډيا ته په ښكاره توګه ووئيل …
پاکستان افغان خاورې څخه كيدونكې ترهګري هيڅكله زغملې نه شي ٬ ټي ټي پي، بي ايل اے او نورې ترهګرې ډلې د پاكستان دښمنان دي٬ دوي ته سهولت وركوٶنكي ملګري ګڼلې نه شوو:د خارجه دفتر وياند اوونيز بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) پاکستان به افغان خاورې څخه د پاکستان او د اولس په ضد كېدونكي ترهګري هېڅكله برداشت نه كړي ٬ تحريك طالبان پاکستان، بلوچ لبريشن آرمي او نور مليشيا ډله د پاکستان دښمنان دي، دوي ته سهولت وركوٶنكي به دوست نه ګڼو۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د اوونيز بريفنګ په مهال ميډيا ته په ښكاره توګه ووئيل چې پاکستان به د افغان خاورې څخه كېدونكې ترهګري بېخي نه برداشت كوي٬ ټي ټي پي، بي اېل اے او نور عسکريت پسند تنظيمونه د “پاکستان دښمن” ګرځولو سره وياند خبردارې وكړو چې دوي ته سهولت وركوٶنكي په هېڅ صورت كښې د پاكستان او د اولس دوست ونه ګڼلې شي۔ د خارجه دفتر وياند د اوونيز ميډيا بريفنګ كښې د پاکستان د ترهګرۍ مخنيوي ترجيحاتو سخت پېغام وركړو۔ وياند ووئيل چې پاکستان كښې د كال 2021 راهسې افغانستان څخَه پېل شوې د ترهګرۍ بريدونو كښې په تندۍ سره اضافه رامخې ته شوې ده۔ ده په دې خبره زور راوړو پاكستان چې كله په كابل كښې د بشري همدردۍ او تجارت سهولتونو رسولو عمل جاري وساتو نو افغان لنډمهاله چارواكي د پاکستان په نښه كوٶنكو خاص ډلو لاره نيولو كښې پاتې راغلل۔ ده د طالبان حکومت لخوا ترهګر د كډوالو په توګه د وړاندې كولو هڅې په “بشپړه توګه د نه قبلېدو وړ” وګرځوله۔ ده ووئيل پاکستان يوازې افغانستان كښې مېشته تصديق شوي پاكستاني وګړي وصولولو لپاره چمتو دے او يوازې په ھغه صورت كښې كله چې دوي د سركاري پوله ايزو لارو د لارې په رسمي توګه حواله كړې شي۔ ده زياته كړه چې څوك هم وسلې سره نشي شړلې كېدې٬ د طالبان انتظاميه دننه د ځېنې خلقو لخوا نسلي جذبات پارولو هڅې مسترد كولو سره وياند ووئيل پاكستان د ترهګرۍ خاتمې او د وګړو تحفظ په حواله واضح او په سپينو ټكو موقف لري٬ د پښتون په قام پرستۍ اډانه بيانيے يا د پاكستان پاليسۍ كښې د تقسيم دعوې به زمونږ عزم متزلزل نه كړي٬ په 7 نومبر د ترکيه او قطر ترمېنځه د شوي مذاكراتو د درېم پړاٶ د استنبول غونډې تفصيلات بيانولو سره طاهر حسېن اندرابي ووئيل پاكستان د دواړو هېوادونو ثالثۍ ته په درنه سترګه ګوري خو ده په دې خبره زور راوړو چې د پېشرفت انحصار په كابل دے كوم چې د پاکستان د ټولو نه زيات تشويش په افغان خاوره د ټي ټي پي، بي اېل اے او نورو ترهګرو ډلو موجودګي ده۔











