د پاكستان معيشت د كال 2025ء تباهي خپرونكي سيلاب باوجود د غېر معمولي استحكام څرګندونه كړې ده۔ د وفاقي وزير احسن اقبال د مياشتنيز پرمختيائي رپورټ او د مياشتې د غوره افسر ټاكنې دستورې ته خطاب

اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د پاكستان معيشت د كال 2025ء تباهي خپرونكي سيلاب باوجود د غېر معمولي استحكام څرګندونه كړې ده٬ د حكومت په وخت كارروائيو ، د اېن ډي اېم اے په مشرۍ كښې انخلاء او مربوط ریلیف آپرېشنز، او پېشګي بېړنۍ منصوبه بندۍ د مهمو څانګو تسلسل باوري كړے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په …

اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د پاكستان معيشت د كال 2025ء تباهي خپرونكي سيلاب باوجود د غېر معمولي استحكام څرګندونه كړې ده٬ د حكومت په وخت كارروائيو ، د اېن ډي اېم اے په مشرۍ كښې انخلاء او مربوط ریلیف آپرېشنز، او پېشګي بېړنۍ منصوبه بندۍ د مهمو څانګو تسلسل باوري كړے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د منصوبه بندۍ په وزارت كښې د مياشتنيز پرمختيائي رپورټ او د مياشتې د غوره افسر ټاكنې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل حكومت د اولس د روزګار تحفظ ٬ بحالۍ او تلپاتي معاشي پرمختګ په لاره روان دے۔ د مالي كال په اولنيو دوه مياشتو كښی ګرانۍ كښې پرله پسې كمې رامخې ته شو۔ احسن اقبال ووئيل د سېلاب د لاسه رامخې ته شوو ركاوټونو دا رجحان اغېزمن كړو چې په نتيجه كښې يۍ په ستمبر كښې ګراني 5.6 فیصد او اکتوبر كښې 6.2 فیصد ته ورسېده۔ ده ووئيل جولائي څخه تر اكتوبر اوسط ګراني 4.7 فيصده پاتې شوه كومه چې د تېر كال دومره مودې 8.7 په مقابله كښې كمه ده۔ احسن اقبال ووئيل جولائي څخه تر اكتوبر مودې په مهال د اېف بي آر د ټېكسۍ وصولۍ كښې مستحكم اضافه روانه پاتې شوه كومه چې د تېر كال 3.4 ټریلین روپو په مقابله كښې زياتېدو سره 3.8 ټریلین روپو ته رسېدلې ده۔ احسن اقبال ووئيل چې جولائي څخه تر اكتوبر مياشتې د مالي كال 2026ء په مهال په ترسيلات زر كښې پرله پسې اضافه ريكارډ كړې شوه كومه چې د تېر كال 11.9 ارب ډالر په مقابله كښې زياتېدو سره د 13.0 ارب ډالر كچې ته رسېدلې ده۔ وفاقي وزير ووئيل د مالي كال په اولنو څلورو مياشتو كښې د پي اېس ډي پي لاندې د 33.4 ارب روپو منظوري او د 134.2 ارب روپو د اجراﺀ اجازه وركړې شوه۔ د سي پېك فېز ټو په اړه احسن اقبال ووئيل چې دې سره به په هېواد كښې د پرمختګ نوې لارې پرانستلې شي۔ ده ووئيل د پاكستان پرمختګ په بشري وسائلو اډانه لري٬ مونږ به ګردې نړۍ څخه هنرمند او د زرګونو په مشېر پي اېچ پاكستان ته راولؤ دغسې چې معيشت مضبوط كړؤ۔

مزید خبریں