وفاقي حکومت د خبريالانو او ميډيا پروفيشنلز تحفظ لپاره خپلواكه كميشن جوړ كړو

اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) وفاقي حکومت د خبريالانو او ميډيا پروفېشنلز تحفظ اېکټ 2021ء شق 11 له مخې د خبريالانو او ميډيا پروفېشنلز تحفظ لپاره خپلواكه كمېشن جوړ كړو٬ دا كمېشن به د قانون له مخې ټاكلے شوې اختيارات استعمالوي او سپارلې شوې وظيفه به ترسره كوي۔ د اطلاعات او خپرونو وزارت لخوا د جمعې په ورځ د جاري اعلاميې له مخې د كمېشن په غړو كښې …

اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) وفاقي حکومت د خبريالانو او ميډيا پروفېشنلز تحفظ اېکټ 2021ء شق 11 له مخې د خبريالانو او ميډيا پروفېشنلز تحفظ لپاره خپلواكه كمېشن جوړ كړو٬ دا كمېشن به د قانون له مخې ټاكلے شوې اختيارات استعمالوي او سپارلې شوې وظيفه به ترسره كوي۔ د اطلاعات او خپرونو وزارت لخوا د جمعې په ورځ د جاري اعلاميې له مخې د كمېشن په غړو كښې پي آئي او/اي ډي جي (ايکس آفيشيو) د اطلاعات او خپرونو وزارت، ډائريکټر جنرل اېچ آر (ايکس آفيشيو) د بشري حقونو وزارت، د پريس ايسوسي ايشن آف سپريم کورټ غلام نبي يوسفزئي، نيشنل پريس کلب اسلام آباد څخه نيئر علي، پارلماني رپورټرز ايسوسي ايشن آف پاکستان څخه نويد اکبر چوهدري، پاکستان فيډرل يونين آف جرنلسټس (برنا) څخه افضل بټ، پاکستان فيډرل يونين آف جرنلسټس (برنا عظيم ګروپ) څخه حسن عباس، پاکستان فيډرل يونين آف جرنلسټس (دستور) څخه محمد نواز رضا، د کراچۍ يونين آف جرنلسټس څخه طاهر حسن خان، د پنجاب يونين آف جرنلسټس څخه تمثيله چشتي، د خيبر يونين آف جرنلسټس څخه ناديه صبوحي او د بلوچستان يونين آف جرنلسټس څخه خليل احمد شامل دے۔

مزید خبریں