وفاقي کابينې د ګوادر۔عمان فيري سروس منظوري وركړه٬ پاکستان او عمان به ډير زر اېم او يو لاسليك كړي۔ وفاقي وزير جنيد انوار چوھدري

اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري وئيلي دي چې وفاقي کابينې د پاکستان او عمان ترمېنځه د مسافرو او کارګو اوړلو راوړلو لپاره د ګوادر۔عمان فيري سروس پېل كولو منظوري وركړې ده او دا په منطقه كښې سمندري رابطو ته د ودې وركولو ٬ تجارت زياتولو او د سېلګرۍ نوې لارې پرانستلو پلو يو اهم سفارتي او معاشي پېشرفت دے۔ د …

اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري وئيلي دي چې وفاقي کابينې د پاکستان او عمان ترمېنځه د مسافرو او کارګو اوړلو راوړلو لپاره د ګوادر۔عمان فيري سروس پېل كولو منظوري وركړې ده او دا په منطقه كښې سمندري رابطو ته د ودې وركولو ٬ تجارت زياتولو او د سېلګرۍ نوې لارې پرانستلو پلو يو اهم سفارتي او معاشي پېشرفت دے۔ د سمندري چارو وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې وفاقي وزير ووئيل چې پاکستان او عمان به ډېر زر مفاهمتي يادښت (اېم او يو) لاسليك كړي او د فېري آپرېشن عملې او تکنيکي اړخونو ته حتمي شكل وركولو لپاره به د عمان د لوړې كچې پلاوې ډېر زر د پاكستان دوره وكړي۔

مزید خبریں