اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري سره د تاجكستان د دفاع وزير كرنل جنرل سوبر زوده امام علي عبد الرحيم ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ دفاعي مرسته ٬ سيمه ايزه سلامتيا او د تجارت او توان په څانګو كښې همكارۍ ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د جمعې …
صدر مملكت آصف علي زرداري سره د تاجكستان د دفاع وزير كرنل جنرل سوبر زوده امام علي عبد الرحيم ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري سره د تاجكستان د دفاع وزير كرنل جنرل سوبر زوده امام علي عبد الرحيم ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ دفاعي مرسته ٬ سيمه ايزه سلامتيا او د تجارت او توان په څانګو كښې همكارۍ ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د جمعې په ورځ په شوي ملاقات كښې د تاجكستان سفير شریف زودہ یوسف طاهر، کرنل رسول زودہ کریم ، مېجر جنرل حکیم زودہ ظریف یونس اور میجر جنرل امون اے زودہ امین جان امون هم موجود ؤ۔ صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل چې پاکستان، تاجکستان سره خپلو ګڼ اړخيزه اړيكو ته خصوصي اهميت وركوي كومې چې په ګډ تاريخ ٬ كلتور او لساني ورثې اډانه دي۔ ده ووئيل دواړو هېوادونو له به خپل منځه سیاسی، كلتوري او اولس رابطې زياتول وي۔ ده ووئيل تاجکستان د منځنۍ آسيا زړه ته د رسېدو مهمه لاره ده دغسې پاكستان تاجكستان لپاره نړيوالو آبي لارو ته د رسېدو مهمه ذريعه ده۔ ده په دې خبره زور راوړو چې دواړه هېوادونه په منطقه كښې امن او استحكام ته وده وركولو كښې فعاله كردار ترسره كولې شي۔ ده د کاسا-1000 منصوبې په وخت بشپړولو له د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ په دفاعي څانګه كښې په زياتېدونكې مرسته د اطمينان څرګندونه كولو سره ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو د بوځ ترمينځه تړون او د مشق دوستی-II كاميابۍ سره ترسره كېدل د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو د پياوړتيا ثبوت دے۔ د تاجکستان د دفاع وزير پاكستان سره په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته زياتولو كښې ژوره خوښي ښكاره كړه۔ په دې موقع سېنېټر شېري رحمان او سېنټر سليم مانډوي والا هم موجود ؤ۔











