اسلام آباد۔14نومبر (اے پی پی) د شمالي وزيرستان ملكانو ٬ مشرانو او قبائلي عمائدينو مهمه جرګه وكړه۔ د تفصيلاتو له مخې د امنيتي صورتحال په تناظر كښې د پاك پوځ تر انتظام لاندې په ميرانشاه كښې د ملكانو٬ مشرانو او قبائلي لارښودو مهمه جرګه وشوه۔ جنرل آفیسر کمانډنګ (جی او سی) میرانشاہ ګډون كوؤنكو ته هركلے ووې او په سيمه كښې امن په ځايې كولو كښې يۍ د قبائلي لارښودو …
د شمالي وزيرستان د ملكانو ٬ مشرانو او قبائلي لارښودو مهمه جرګه ٬ د ترھګرۍ په مخنيوي او د خېر ښیګړې په كارونو تفصيلي خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔14نومبر (اے پی پی) د شمالي وزيرستان ملكانو ٬ مشرانو او قبائلي عمائدينو مهمه جرګه وكړه۔ د تفصيلاتو له مخې د امنيتي صورتحال په تناظر كښې د پاك پوځ تر انتظام لاندې په ميرانشاه كښې د ملكانو٬ مشرانو او قبائلي لارښودو مهمه جرګه وشوه۔ جنرل آفیسر کمانډنګ (جی او سی) میرانشاہ ګډون كوؤنكو ته هركلے ووې او په سيمه كښې امن په ځايې كولو كښې يۍ د قبائلي لارښودو د كردار ستائنه كړه۔ په جرګه كښی په شمالي وزيرستان او بنو كښې په امنيتي وضعه ٬ د ترهګرۍ په مخنيوي او د خېر ښېګړې په كارونو تفصيلي خبرې وشوې۔ جي او سي د ترهګرۍ په پېښو كښې د افغان وګړو په ككړ كېدو رڼا واچوله او د پوځ ٬ سول انتظاميه او اولس لخوا يۍ د غبرګون په مؤثر كېدو زور راوړو۔ قبائلي لارښودو د امن په اړه خپل تجويزونه وړاندې كرل او رياستي ادار سره يۍ د بشپړه مرستې باور وركړو۔ د جرګې د قومي يووالي او سلامتيا دعاګانو سره پايې ته ورسېده











