د اسلام آباد کچهري بريد په تحقيقاتو كښې لوے پېشرفت ٬ سهولت كار ګرفتار

اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) په اسلام آباد كښې د جي اليون جوډيشل کمپليکس چاٶدنې په تحقيقاتو كښې اهم پېشرفت شوے دے٬ انټيلي جنس بېورو او د سي ټي ډي ګډه کارروايۍ كښې د ځانمرګي بريد سهولت كار او د ترهګر نېټ ورك څلور مهم غړي ګرفتار كړې شوي دي۔ د تفصيلاتو له مخې ګرفتار ترهګر د ټي ټي پي/فتنه الخوارج ھغه سېل سره تړون لري كوم چې …

اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) په اسلام آباد كښې د جي اليون جوډيشل کمپليکس چاٶدنې په تحقيقاتو كښې اهم پېشرفت شوے دے٬ انټيلي جنس بېورو او د سي ټي ډي ګډه کارروايۍ كښې د ځانمرګي بريد سهولت كار او د ترهګر نېټ ورك څلور مهم غړي ګرفتار كړې شوي دي۔ د تفصيلاتو له مخې ګرفتار ترهګر د ټي ټي پي/فتنه الخوارج ھغه سېل سره تړون لري كوم چې د جوډيشل کمپليکس جي اليون اسلام آباد په ځانمرګي بريد كښې ملوث ٶ٬ د تفتيش په مهال انکشاف شوې چې په افغانستان كښې موجود د ټي ټي پي کمانډر سعيد الرحمن د ټيليګرام د لارې په پاکستان كښې د بريد امر وكړو۔ ٬ ګرفتار هينډلر ساجد عرف شينا اعتراف وكړو چې ځانمرګي بريد كوٶنكي عثمان عرف قاري ته جېكټ ما پغاړه كړو چې مقصد ئې قانون نافذ كوونكو ادارو ته زيات زيان رسول وو٬ د تفتيشي ذريعو له مخې په افغانستان كښې د ټي ټي پي موجود اعليٰ قيادت پرله پسې د دې نېټ ورك لارښودنه كوله٬ بلخوا د چارواكو وېنا ده چې بريد كښې ككړ پورا سېل ګرفتار كړے شوے دے او د آپريشنل کمانډر پشمول درې ترهګر ملګري هم په حراست كښې اخستې شويدي۔ تحقيقات جاري دي او تمه ده چې نورې ګرفتارۍ او انکشافات هم وشي۔

مزید خبریں