د پاكستان نړيوالې ورورولۍ څخه د اسرائيلي فشار په مقابله كښې د يو اين آر ډبليو د تحفظ غوښتنه

ملګري ملتونه ۔14نومبر(اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې پاكستان په نړيواله ورورولۍ زور راوړے دے چې هغه دې فلسطيني كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو اېن آر ډبلیو اے) ته د اسرائيلي فشار په مقابله كښې تحفظ وركړي او دا دې له كوم ځنډ څخه پرته په بشري بنيادونو د خپل فرض ترسره كولو جوګه كړي۔ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څلورمې كمېټۍ ته په خپل خطاب كښې …

ملګري ملتونه ۔14نومبر(اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې پاكستان په نړيواله ورورولۍ زور راوړے دے چې هغه دې فلسطيني كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو اېن آر ډبلیو اے) ته د اسرائيلي فشار په مقابله كښې تحفظ وركړي او دا دې له كوم ځنډ څخه پرته په بشري بنيادونو د خپل فرض ترسره كولو جوګه كړي۔ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څلورمې كمېټۍ ته په خپل خطاب كښې پاكستاني مستقل استازي عثمان جدون ووئيل چې د اسرائیل رويه فلسطيني كډوالو ته د سهارې وركولو وروستۍ ډھانچې ختمولو هڅه ده۔ ده یو اېن آر ډبلیو اے د هيلې مينار ګرځولو د پاكستان لخوا ددې د بشپړ ملاتړ پخلے وكړو۔ ده په ډاګه كړه چې كوم هم غړے هېواد د عمومي اسمبلۍ جوړې كړې شوې د ملګرو ملتونو ادارې تحليل كولو اختيار نه لري۔ ده ووئيل مونږ د دې ادارې له مينځه وړولو اقدامات مسترد كوو۔ پاكستان يو وارې بيا د فلسطيني اولس د نه منسوخ كېدونكي حق ٬ درياست جوړېدو او د يو اېن آر ډبليو اے مېنډېټ بشپړ ملاتړ وكړو۔ په دې مهال پاكستان د صدر ډونلډ ټرمپ په مشرۍ كښې د روانو هڅو او د مصر ٬ قطر ٬ تركيه او امريكې كردار ستائنه وكړه۔ د كومو هڅو سره چې د امريكائي صدر 20 نکاتی منصوبې لاندې جنګ بندي وشوه۔ پاکستان هيله څرګنده كړه چې دا هڅې به مستقل جنګ بندۍ او عادلانه ٬ بشپړ او تلپاتے امن په ځايې كولو كښې مرستياله ثابت شي چې په نتيجه كښې به يۍ كال 1967 څخه وړاندې پولو او القدس شريف پلازمينې سره آزاد فلسطيني رياست جوړ شي۔