د پاكستان په ملاتړ ملګرو ملتونو په جمهورية أفريقيا الوسطى كښې د امن مشن موده كښې د يو كال پراختيا وكړه

ملګري ملتونه ۔14نومبر(اے پی پی) د پاكستان په ملاتړ ملګرو ملتونو په جمهورية أفريقيا الوسطى كښې د امن مشن موده يو كال زياته كړې ده۔ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په جمهوريه آفرېقا الوسطي كښې د ملګرو ملتونو د تعينات ملټي ملټی ډائمنشنل انټېګرېټډ اسټېبلائزېشن مشن (اېم آئی اېن یو اېس سی اے) په موده كښې د يو كال پراختيا كړې ده۔ په دې مشن كښې د پاكستان لخوا يو …

ملګري ملتونه ۔14نومبر(اے پی پی) د پاكستان په ملاتړ ملګرو ملتونو په جمهورية أفريقيا الوسطى كښې د امن مشن موده يو كال زياته كړې ده۔ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په جمهوريه آفرېقا الوسطي كښې د ملګرو ملتونو د تعينات ملټي ملټی ډائمنشنل انټېګرېټډ اسټېبلائزېشن مشن (اېم آئی اېن یو اېس سی اے) په موده كښې د يو كال پراختيا كړې ده۔ په دې مشن كښې د پاكستان لخوا يو زر څخه زيات پوځي اهلكار خذمات ترسره كوي۔ د پاكستان نائب مستقل سفير عثمان جادون د قرارداد په حق كښې ووټ كارولو سره ووئيل 1,400 پاکستانی اهلکار سره پاکستان د اېم آئی اېن یو اېس سی اے تر ټولو لويه ډله وړاندې كوؤنكو هېوادونو كښې شامل دے۔ دده وېنا وه چې د ملګرو ملتونو امن كارروايۍ د امن سياسي حل ٬ د وګړو تحفظ او استحكام په ځاې ساتلو له زيات مهم دي۔ په قرارداد كښې دا خبره په ډاګه كړې شوې ده چې مشن دې خپلې ذمه وارۍ د ترجيحاتو له مخې ترسره كړي۔ قرارداد وړاندې كولو سره د فرانس سفير په وسطی افریقی جمهوریه كښې استحكام لپاره د سلامتي كونسل په نقطه نظر كښې يو مهم پړاؤ وګرځولو۔ سلامتی کونسل دا پراختيا د رايو شمېرې د لارې 14 ووټونو سره منظور كړه۔ امريكې د ووټونو شمېرې عمل كښې برخه وانخسته۔ د قرارداد 2800 (2025) لاندې د مشن پوځ شمېره تر 14,046 ساتلو پرېكړه وكړې شوه او دا ووئيلې شوو چې په كال 2025 او 2026 كښې د ټاكن و عمل له بشپړ كېدو څخه وروستو به د دې شمېرې يو وارې بيا جاج اغستلې شي۔