اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې شوګر په نړۍ كښې تندۍ سره خپرېدونكې سنګينه ناروغتيا ده كومه چې بشري صحت سره سره په معاشي او سماجي ډھانچه هم ژورې اغېزې مرتب كوي۔ په پاكستان كښې د شوګر رنځورانو مخ په زياتېدونكې شمېره اندېښمنه ده د دې مخنيوي له به فعاله او فوري ګامونه پورته كول وي۔ د جمعې په ورځ د شوګر …
د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د شوګر نړيوالې ورځې په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې شوګر په نړۍ كښې تندۍ سره خپرېدونكې سنګينه ناروغتيا ده كومه چې بشري صحت سره سره په معاشي او سماجي ډھانچه هم ژورې اغېزې مرتب كوي۔ په پاكستان كښې د شوګر رنځورانو مخ په زياتېدونكې شمېره اندېښمنه ده د دې مخنيوي له به فعاله او فوري ګامونه پورته كول وي۔ د جمعې په ورځ د شوګر نړيوالې ورځې په موقعه خپل پېغام كښې سيد يوسف رضا ګيلاني په دې خبره زور راوړو چې د شوګر رنځ مخنيوي لپاره په وخت تشخيص ٬ فعاله درملنو ته لاس رسي او په دې اړه اولسي شعور بېدارول زيات ضروري دي۔ ده ووئيل د صحي ژوند ٬ متوازن خوراك او باقاعده ورزش د لارې په دې رنځ تر ډېره حده قابو موندل كېدې شي۔ ده ووئيل حكومت د شوګر رنځ مخنيوي او ددې درملنو له په بشپړه تګلاره كار كوي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې په شوګر او نور متعدي رنځونو قابو موندلو له به نړيوالې ورورولۍ له په ګډه كار كول وي۔ ده اولس ته اپيل وكړو چې هغوي دې خپل صحت سره اړوندې ذمه وارۍ ترسره كري۔ باقاعدہ چېک اپ دې كوي ٬ ښكلے او صحي ژوند تېرولو سره دې خپل ځان او خپله كورنۍ له دې رنځ څخه محفوظ كړي











