امير الدين خان د وفاقي آئيني عدالت اولني چيف جسټس په حيث سوګند پورته كړو، سوګند صدر مملكت آصف علي زرداري واخيست

اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) جسټس امین الدین خان د وفاقي آئيني عدالت اولني چيف جسټس په حېث سوګند پورته كړو۔ صدر مملکت آصف علی زرداری ده څخه د نوي جوړ كړے شوي آئيني عدالت د چيف جسټس منصب سوګند واخيست۔ د جمعې به ورځ دلته په ايوان صدر كښې د سوګند پورته كولو پروقاره دستوره وشوه په كومه كښې چې وزیراعظم شهباز شریف، نائب وزیراعظم سېنېټر محمد اسحاق ډار، د …

اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) جسټس امین الدین خان د وفاقي آئيني عدالت اولني چيف جسټس په حېث سوګند پورته كړو۔ صدر مملکت آصف علی زرداری ده څخه د نوي جوړ كړے شوي آئيني عدالت د چيف جسټس منصب سوګند واخيست۔ د جمعې به ورځ دلته په ايوان صدر كښې د سوګند پورته كولو پروقاره دستوره وشوه په كومه كښې چې وزیراعظم شهباز شریف، نائب وزیراعظم سېنېټر محمد اسحاق ډار، د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی، د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ٬ وفاقي وزيرانو او پارليماني غړو ګډون وكړو۔ په دستوره كښې د چیف آف آرمی سټاف فیلډ مارشل جنرل سید عاصم منیر او چیئرمېن جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټی جنرل ساحر شمشاد مرزا په شمول د پاك بحريه او فضائيه مشران ٬ چیف جسټس سپریم کورټ آف پاکستان جسټس یحییٰ آفريدی او د اعلی عدليې ججان صاحبان او نور سركاري چارواكي هم موجود وو

مزید خبریں