پاك پوځ په وخت كارروائي كولو سره په وانا كيډټ كالج د ترهګرو بريد ناكامه كړو٬ د وفاقي وزيرانو پاك پوځ ته درناوې

اسلام آباد۔13نومبر(اے پی پی) وفاقي وزيرانو پاك پوځ ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې پاك پوځ په وخت كارروائي كولو سره په وانا كيډټ كالج د ترهګرو بريد ناكامه كړو٬ ترهګرو د اے پي اېس پېښور پېښه تكرارول غوښتل٬ زمونږ مېړنو ځواكونو د ترهګرو منصوبه ناكامه كړه۔ د پاك پوځ غوره حكمت عملۍ سره ټول ترهګر ووژل شول۔ د زيارت په ورځ په وانا کیډټ کالج د بريد …

اسلام آباد۔13نومبر(اے پی پی) وفاقي وزيرانو پاك پوځ ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې پاك پوځ په وخت كارروائي كولو سره په وانا كيډټ كالج د ترهګرو بريد ناكامه كړو٬ ترهګرو د اے پي اېس پېښور پېښه تكرارول غوښتل٬ زمونږ مېړنو ځواكونو د ترهګرو منصوبه ناكامه كړه۔ د پاك پوځ غوره حكمت عملۍ سره ټول ترهګر ووژل شول۔ د زيارت په ورځ په وانا کیډټ کالج د بريد په اړه خپلو خبرو كښې د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب ووئيل پاك پوځ بريد كوونكي ناكامه كړل۔ د ټول كېډټس ژوند يۍ بچ كړو۔ مونږ په خپل پوځ وياړؤ۔ د توان وفاقي وزير اوېس خان لغاري ووئيل دا يوه بزدلانه بريد ؤ۔ ده د ماشومانو د ژوند په بچ كولو دپاك پوځ مننه وكړه۔ وفاقی وزیر خواجه م آصف ووئيل په پاكستان كښې د ترهګر بريدونو په شا کالعدم تنظیم ټی ټی پی او افغانستان دے۔ ده ووئيل څنګه مو چې هند ته ماتې وركړې دغسې به د ترهګرۍ په ضد جنګ هم ګټؤ۔ د آئي ټي وفاقي وزيرې شزه فاطمه ووئيل زه په كېډټ كالج آپرېشن كښې برخه اخستونكو ټولو ځوانانو ته سلام كوم۔ وزیر مملکت بلال اظهر کیانی پاك پوځ ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل مونږ د ترهګرۍ په ضد جنګ كوو او دا به كه پاك پروردګار ته منظور وي وګټوِو

مزید خبریں