اسلام آباد لا خوندي او منظم كولو لپاره حكومت د يوې اهمي منصوبې پېل كولو پرېكړه كړې ده۔ طلال چوهدري

اسلام آباد 13 نومبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري وئيلي دي چې وفاقي پلازمينه اسلام آباد لا خوندي او منظم كولو لپاره حكومت "سکيور نيبر هوډ" په نامه د يوې اهمې منصوبې پېل كولو پرېكړه كړې ده٬ د دې منصوبې له مخې به په اسلام آباد كښ كور په كور سروے كولې شي دغسې چې په هره سيمه كښې د مېشته كسانو بشپړه رېكارډ مرتب كړې …

اسلام آباد 13 نومبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري وئيلي دي چې وفاقي پلازمينه اسلام آباد لا خوندي او منظم كولو لپاره حكومت “سکيور نيبر هوډ” په نامه د يوې اهمې منصوبې پېل كولو پرېكړه كړې ده٬ د دې منصوبې له مخې به په اسلام آباد كښ كور په كور سروے كولې شي دغسې چې په هره سيمه كښې د مېشته كسانو بشپړه رېكارډ مرتب كړې شي۔ د زيارت په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې جي الېون كچهري كښې دا وسني چاٶدنې پلټنې جاري دي خو په سباٶن كښې د دا ډول پېښو مخنيوي لپاره جديد لائحه اختيارولې ېږي۔ ده ووئيل چې د “سكيور نېبر هوډ” له مخې د شوې سروے څخه به انتظاميه په دې معلومولو كښې مرسته وشي چې د اسلام آباد په كومه برخه كښې څوك مېشته دے ۔ په دې موقع د اسلام آباد پوليس آئي جي علي ناصر رضوي او ډپټي کمشنر عرفان نواز ميمن هم دوي سره وو۔

مزید خبریں