د اسلام آباد بريد نه وروسته د سري لنکا ډلې په پاكستان كښې د لوبې جاري ساتلو پريكړه، په سينيټ كښې د سري لنکا حکومت او د کرکټ بورډ په حق كښې د تشكر څرګندونې قرارداد منظور

اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د اسلام آباد بريد نه وروسته د سري لنکا ډلې په پاكستان كښې د لوبې جاري ساتلو پرېكړه كړې ٬ په دې سينيټ كښې د سري لنکا حکومت او د کرکټ بورډ او د ډلې د يووالي جذبې په حق كښې د تشكر څرګندنې او پېرزوئنېو لپاره قرارداد په يوه خله منظور كړے شو۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې …

اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د اسلام آباد بريد نه وروسته د سري لنکا ډلې په پاكستان كښې د لوبې جاري ساتلو پرېكړه كړې ٬ په دې سينيټ كښې د سري لنکا حکومت او د کرکټ بورډ او د ډلې د يووالي جذبې په حق كښې د تشكر څرګندنې او پېرزوئنېو لپاره قرارداد په يوه خله منظور كړے شو۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د قانون وزير اعظم نذير تارړ دا قرارداد وړاندې كړو٬ په قرارداد كښې ووئيل شول چې پاكستان د ترهګرۍ چېلنجز باوجود د لوبو ودې او د امن پېغام وركوي ، د سري لنکا کرکټ ډلې په پاکستان كښې د لوبې جاري ساتلو پرېكړه د دواړو هېوادونو ترمېنځه د قوي دوستۍ او باور علامت دے٬ ايوان ووئيل چې د سري لنکا لوبډلې ته به فول پروف سکيورټي وركولې شي دغسې چې ھغوي بشپړه باور او اطمينان سره لوبه جاري وساتلې شي۔ قرارداد كښې زياته كړې شوه چې سېنېټ آف پاکستان امنيتي ادارو، قانون نافذ كوٶنكو اهلكارو او د اړوند ادارو ستړو ته پېرزوئنې وړاندې كوي چا چې امن او د غېر ملكي لوبغاړو تحفظ لپاره اهم كردار لوبولې٬ ايوان د دې اميد څرګندونه وكړه چې د لوبو د لارې به د پاکستان په زړه پورې تشخص په نړيواله كچه لا زيات شي او په منطقه كښې امن او د ورورولۍ پېغام به وده ومومي۔

مزید خبریں