اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) سېنېټ څخه په 27م آئيني ترميم كښې نور بدلونونه په درې كښې دوه برخې اكثريت سره منظور كړې شوې٬ د بدلون په حق كښې 64 او مخالفت كښې 4 ووټ وركړې شول۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډه د يوسف رضا ګېلاني په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې وفاقي وزير اعظم نذير تارړ په 27م آئيني بدلون كښې نور بدلونونه قامي اسمبلۍ …
په 27م آئيني ترميم كښې بدلونونه درې كښې دوه برخې اكثريت سره منظور كړې شول

مزید خبریں
اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) سېنېټ څخه په 27م آئيني ترميم كښې نور بدلونونه په درې كښې دوه برخې اكثريت سره منظور كړې شوې٬ د بدلون په حق كښې 64 او مخالفت كښې 4 ووټ وركړې شول۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډه د يوسف رضا ګېلاني په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې وفاقي وزير اعظم نذير تارړ په 27م آئيني بدلون كښې نور بدلونونه قامي اسمبلۍ څخه په منظور كړې شوې صورت كښې د وړاندې كولو تحريك پېش كړو٬ د تحريك د منظورۍ نه وروسته ده د بدلون مسودہ ايوان ته وړاندې كړه٬ چيئرمين يوسف رضا ګيلاني ايوان څخه د بدلونونو شق وار منظوري واخستې٬ د آئيني بدلون د شق وار منظورۍ نه وروسته تقسيم سره د ووټنګ عمل وشو او په ايوان كښې تر پنځه دقيقو ګنټۍ وغږولې شوې په دې موقع د ايوان داخلي او خارجې لارې بندې وي٬ د ووټنګ په مهال 64 ووټونه د بل په حق كښې او 4 په مخالفت كښې وكارولې شوو۔ د دې نه وروسته د سېنېټ چيئرمې نتيجې اعلان كولو سره ووئيل چې د بدلون په حق كښې 64 او مخالفت كښې 4 ووټ كارولې شوې دي او دې سره ده د بدلونونو په دريو كښې دوه برخې اكثريت سره د منظورۍ اعلان وكړو۔ سينيټ څخه منظور شوي 27ِم آئيني بدلون كښې 6 اضافي بدلونونه شوي٬ د آرټيکل 6 په شق 2 اے كښې بدلون كولو سره عدالت عظميٰ او عدالت عاليه سره وفاقي آئيني عدالت شامل كړې شوې او د آرټيکل 10 پشمول نور پنځه آئيني بدلونونو كښې د پاكستان د چيف جسټس چوكۍ شامل كړې شوې ده٬ د بدلون له مخې به د آئيني عدالت چيف جسټس او د سپريم کورټ چيف جسټس كښې سينئر د پاكستان چيف جسټس وي٬ د بدلون له مخې صدر مملکت ،چيف اليکشن کمشنر او اټارني جنرل څخه د سوګند اخستو مجاز به چيف جسټس آف پاکستان وي٬ د 27م آئيني بدلون له مخې به وفاقي آئيني عدالت جوړولې شي او چيف جسټس به د آئيني عدالت تقرر دريو كالونو لپاره كوي او د ججز د ريټائرمنټ حد به 68 كاله وي۔











