اسلام آباد۔13نومبر(اے پی پی) وفاقي كابينې د فیډرل کانسټی ټیوشنل کورټ (پروسیجر اينډ پریکټس) ایکټ 2025 مسوده ، پاکستان آرمی ایکټ، پاکستان ایئر فورس ایکټ او پاکستان نیوی ایکټ كښې د بدلونونو منظوري وركړه٬ د دې بدلونونو مقصد پاك پوځ سره اړوند قانون 27م آئيني ترميم سره ھم آهنګ كول دي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې …
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه ، د فیډرل کانسټی ټیوشنل کورټ (پروسیجر اينډ پریکټس) ایکټ 2025 مسوده ، پاکستان آرمی ایکټ، پاکستان ایئر فورس ایکټ او پاکستان نیوی ایکټ كښې د بدلونونو منظوري

مزید خبریں
اسلام آباد۔13نومبر(اے پی پی) وفاقي كابينې د فیډرل کانسټی ټیوشنل کورټ (پروسیجر اينډ پریکټس) ایکټ 2025 مسوده ، پاکستان آرمی ایکټ، پاکستان ایئر فورس ایکټ او پاکستان نیوی ایکټ كښې د بدلونونو منظوري وركړه٬ د دې بدلونونو مقصد پاك پوځ سره اړوند قانون 27م آئيني ترميم سره ھم آهنګ كول دي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د زيارت په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې وشوه په كومه كښې چې د اړوندو قوانينو 27م آئيني ترميم سره د هم آهنګ كولو حوالې سره پرېكړې وشوې۔ د بيان له وفاقي كابينې پاکستان آرمی ایکټ، پاکستان ایئر فورس ایکټ او پاکستان نیوی ایکټ كښې د بدلونونو منظوري وركړه٬ د دې بدلونونو مقصد پاك پوځ سره اړوند قانون 27م آئيني ترميم سره ھم آهنګ كول دي۔ د آئين په آرټيكل 243 كښې چې كوم بدلونونه وكړې شول د هغې په بنياد ضروري قانون سازي وكړې شوه په دې كښې د چيف آف ډيفنس فورسز د عهد موده هم شامله ده۔ ددې بدلونونو له مخې د چیئرمېن جوائنټ چیف آف سټاف كمېټۍ عهده به د موجوده چيئرمېن ريټائرمنټ څخه وروستو ختمه شي۔ دغسې په دې قوانينو كښې د فیلډ مارشل، مارشل آف دی ایئر فورس، اېډمرل آف دی فلېټ عهدې هم شاملې كړې شوې دي۔ دا سكيم او اړوندو قوانينو كښې بدلون عصري او جنګي تقاضې نظر كښې نيولو سره تجويز كړې شوي دي۔ وفاقي كابينې د فیډرل کانسټی ټیوشنل کورټ (پروسیجر اينډ پریکټس) ایکټ 2025 مسودې منظوري هم وركړه۔ وفاقي كابينې د اقتصادی رابطه كمېټۍ د 7 نومبر 2025 غونډې پرېكړو توثيق هم وكړو











