اسلام آباد۔13نومبر (اے پی پی) ايس كے هائيډرو (پرائيويټ) لميټډ پاكستان آرمي سره په ګډه په سكھي كناري پروجيكټ سائټ د زيارت په ورځ يو عارضي فري ميډيكل كيمپ ولګولو۔ د دې اقدام مقصد ځايي خلكو ته وېړيا طبي آسانۍ وركول وو۔ په دې اقدام ځائي كسانو د خوشحالۍ او اطمينان څرګندونه وكړه۔ د اېس كے هائيډرو پاور پراجېكټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د خېبر پښتونخوا په …
ايس كے هائيډرو (پرائيويټ) لميټډ پاكستان آرمي سره په ګډه په سكھي كناري پروجيكټ سائټ فري ميډيكل كيمپ ولګولو

مزید خبریں
اسلام آباد۔13نومبر (اے پی پی) ايس كے هائيډرو (پرائيويټ) لميټډ پاكستان آرمي سره په ګډه په سكھي كناري پروجيكټ سائټ د زيارت په ورځ يو عارضي فري ميډيكل كيمپ ولګولو۔ د دې اقدام مقصد ځايي خلكو ته وېړيا طبي آسانۍ وركول وو۔ په دې اقدام ځائي كسانو د خوشحالۍ او اطمينان څرګندونه وكړه۔ د اېس كے هائيډرو پاور پراجېكټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د خېبر پښتونخوا په غرئيزه سيمه كښې سکھی کناری پروجېکټ سره پېوستو سيمو كښې ځائي خلك له اوږدې مودې راهېسې د طبي آساني كمي سره مخ دي۔ اېس کے هائیډرو (پرائیوېټ) لمېټډ ځائي ضرورتونه نظر كښې نيولو سره خلكو ته 100 څخه زيات مهمې دويانې په كومو كښې چې اموکسیسلین، ایزیتھرومائسن، سیفالوسپورن اېنټی بایوټکس او د سترګو قطرې شامل وې وركړې۔ پاکستان آرمی د دوه تجربه كارو ډاكټرانو خذمات وړاندې كړل۔ په كېمپ كښې 200 څخه زياتو كسانو ته طبی مشورې او دويانې وركړې شوې۔ د دې پروګرام مقصد په ځايي كميونټي كښې د روغتيا شعور ته وده وركول او طبي مرستې څخه د لارې پاتې كېدو مسئلې حل كول وو۔ په سباؤن كښې به دا فری میډیکل سروس نورو سيمو ته هم ورسولې شي۔ دا اوسنې مېډيكل كېمپ د چين او پاكستان ترمينځه د مضبوطې ملګرتيا عكاسي هم كوي











