اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ د 27م آئيني ترميم په اړه سپيناوې وړاندې كولو سره ووئيل چې په دې ترميم كښې يوه غلطي نه وه بلكې ټول بدلونونه بشپړه مشاورت سره شوي۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونده كښې ده ووئيل د دې بدلون د لارې د پاكستان د چيف جسټس آئيني پوزيشن په ډاګه كړے …
په 27م آئيني ترميم كښې ټول بدلونونه بشپړه مشاورت سره شوي: اعظم نذير تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ د 27م آئيني ترميم په اړه سپيناوې وړاندې كولو سره ووئيل چې په دې ترميم كښې يوه غلطي نه وه بلكې ټول بدلونونه بشپړه مشاورت سره شوي۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونده كښې ده ووئيل د دې بدلون د لارې د پاكستان د چيف جسټس آئيني پوزيشن په ډاګه كړے شوے دے۔ اعظم نذير تارړ ووئيل په لوستلو كښې كېدې شي چې څه غلطۍ شوې وي خو د منظورۍ په عمل كښې يوه غلطي نه ده شوې۔ ده ووئيل په سوشل ميډيا په ګرځېنده بېلو خَبرو به تبصرہ نه كوٶ ځكه چې دې كښې زياتره ګنګوسۍ شاملې دي۔ وفاقي وزير د ټولو غړو او د ايوان د عملې مننه كولو سره ووئيل چې دا بدلون به په راتلونكې څو ورځو كښې خپل پراخه اثرات مرتب كړي۔











