اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير سينيټر محسن نقوي وئيلي دي چې سوله ثبات او د قامي سلامتيا مسئلو ته مونږ پاملرنه كوٶ۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د اوسنو بريدنو په لړ كښې په اسلام آباد كښې چاٶدنه او په وانا كښې ملوث كردارونه په ګوته كړې شوي او پلټنې روانې دي۔ ده ووئيل تحقيقاتي پروسې څخه معلوم شوې …
سوله ثبات او د قامي سلامتيا مسئلو ته پاملرنه كوٶ۔محسن نقوي

مزید خبریں
اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير سينيټر محسن نقوي وئيلي دي چې سوله ثبات او د قامي سلامتيا مسئلو ته مونږ پاملرنه كوٶ۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د اوسنو بريدنو په لړ كښې په اسلام آباد كښې چاٶدنه او په وانا كښې ملوث كردارونه په ګوته كړې شوي او پلټنې روانې دي۔ ده ووئيل تحقيقاتي پروسې څخه معلوم شوې چې په دې پېښو كښې د ككړ ځېنې كسانو تعلق افغانستان سره دے۔ محسن نقوي ووئيل په نړيواله كچه هم رابطې جاري دے٬ پرون د سري لنكا لوبغاړو سره خبرې شوې دي٬ د سري لنكا صدر هم خپلې ډلې سره رابطه كړې۔ ده ووئيل د زمبابوے د کرکټ لوبډله هم تېره شپه پاكستان ته رارسېدلے ده او اړوند امنيت ټېنګ كړې شوے دے٬ فيلډ مارشل هم د دې ډلو سکيورټي هېډز سره په رابطه كښې دے۔ ده ووئيل چې افغانستان څخه ځيني كسان په غېر قانوني توګه راتللو سره په بريدونو كښې ملوث كېږي چې له مخې ئې زمونږ دفاعي او حفاظتي چيلنج زياتېږي٬ د دې صورتحال له مخې د حكومت وړومبۍ ترجيح غير قانوني افغان وګړي بې دخل كول دي او په دې لړ كښې قانوني او انتظامي اقدامات جاري دي۔ ده ووئيل داخله څانګه به سپېځلې تحقيقات او د قربانۍ وركوونكو كورنيو سره هر ډول ممكنه معاونت باوري كوي۔ داخله وزير اولس څخه د مرستې او امن او سلامتيا لپاره د ضروري معلوماتو د شېئر كولو اپېل هم وكړو











