اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ په غونډه كښې د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري ويلي دي چې هائر اېجوکېشن کمېشن (اېچ اي سي) د سکالرشپ د 20 بېلو سکيمونو د لارې زده كوٶنكو ته د مېرټ په بنياد بهر هېواد كښې د اعليٰ تعليم موقعې وركوي٬ د بلوچستان او چترال زده كوٶنكو ته هم دا سهولت ترلاسه دے۔ د زيارت په ورځ د …
ايچ اي سي د سکالرشپ 20 بيلو سکيمونو دلارې زده كوٶنكو ته د مېرټ په بنياد بهر هېواد كښې د اعليٰ تعليم موقعې وركوي٬ د بلوچستان او چترال زده كوٶنكو ته هم دا سهولت ترلاسه دے۔ ډاکټر طارق فضل چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ په غونډه كښې د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري ويلي دي چې هائر اېجوکېشن کمېشن (اېچ اي سي) د سکالرشپ د 20 بېلو سکيمونو د لارې زده كوٶنكو ته د مېرټ په بنياد بهر هېواد كښې د اعليٰ تعليم موقعې وركوي٬ د بلوچستان او چترال زده كوٶنكو ته هم دا سهولت ترلاسه دے۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال ډاکټر طارق فضل چوهدري ووئيل د بلوچستان او چترال زده كوٶنكو ته هم د مېرټ له مخې د سکالرشپ موقعوې وركولې كېږي٬ ده وويل چې د مسلم ليګ نون قائد او د پخواني وزيراعظم نواز شريف په دور كښې د چترال او بلوچستان زده كوٶنكو لپاره خاص سکالرشپ پروګرام پېل شوې ٶ٬ ده سپيناوې وكړو چې نورو هېوادونو څخه د سکالرشپ ټول سکيمونه په صوبو كښې د رجسټرېشن تناسب سره تقسيمېږي دغسې چې د هرې صوبې زده كوٶنكو ته مساوي موقعې وركړې شي۔ ده ووئيل حکومت او اېچ اي سي د دې باوري كولو اقدامات كوي دغسې چې زده كوونكو ته د مېرټ په بنياد د تعليم موقعې ترلاسه شي او يو نشست هم ضائع نشي۔











