اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د برتانيه د نيشنل کرائم ايجنسۍ (اېن سي اے) ډائرېکټر جنرل ګرائم بېګر ليدلي ٬ په دې موقع د نشه اي توكو مخنيوي او د اېن سي سي آئي اے پشمول د بېلو ادارو افسرانو لپاره د تربيې كورسز كښې شريكه مرسته زياتولو، د كوچنيان د آنلائن هراسانۍ مخنيوي لپاره شريكه همكاري او کوآرډينيشن مؤثره …
وفاقي وزير محسن نقوي سره د يو کے د نيشنل کرائم ايجنسۍ ډي جي ګرائم بيګر وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د برتانيه د نيشنل کرائم ايجنسۍ (اېن سي اے) ډائرېکټر جنرل ګرائم بېګر ليدلي ٬ په دې موقع د نشه اي توكو مخنيوي او د اېن سي سي آئي اے پشمول د بېلو ادارو افسرانو لپاره د تربيې كورسز كښې شريكه مرسته زياتولو، د كوچنيان د آنلائن هراسانۍ مخنيوي لپاره شريكه همكاري او کوآرډينيشن مؤثره جوړولو او د ايکسټراډيشن په اړه د دوه اړخيزه معاونت په زياتولو سلا راغله۔ د زيارت په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع د برتانيې هائي کمشنر جين ميريټ، د نيشنل کوآرډينيټر نيکټا، ډي جي اېن سي سي آئي اے، د نېشنل فرانزك ايجنسۍ ډي جي، داخله يډيشنل سيکرټري، چيف کمشنر او آئي جي اسلام آباد هم موجود ٶ۔ په دې موقع د ترهګرۍ او نشه اي توكو مخنيوي٬ بشري قاچاق٬ فرانزك، اميګريشن او د پوليس ټرېننګ په څانګه كښې د مرستې په زياتولو هم خبرې وشوې۔











