د آئي ايس پي آر ډي جي د کانونټ جيسس اينډ ميري، بيکن هاؤس او روټس سکول سسټم زده كوٶنكو او استاذانو سره خاص نشست٬ د پاك پوځ په آپريشنل چاروا او داخلي وضعې خبرې اترې

اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د آئي ايس پي آر ډي جي د کانونټ جيسس اېنډ مېري، بيکن هاؤس او روټس سکول سسټم زده كوٶنكو او استاذانو سره خصوصي ناسته وكړه٬ د پاك پوځ په آپريشنل چارو او داخلي وضعه خبرې اترې شوې۔ د تفصيلاتو له مخې د کانونټ جيسس اېنډ ميري سکول پرنسپل د پاك پوځ قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كړې٬ په دې خاص نشست كښې استاذانو …

اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د آئي ايس پي آر ډي جي د کانونټ جيسس اېنډ مېري، بيکن هاؤس او روټس سکول سسټم زده كوٶنكو او استاذانو سره خصوصي ناسته وكړه٬ د پاك پوځ په آپريشنل چارو او داخلي وضعه خبرې اترې شوې۔ د تفصيلاتو له مخې د کانونټ جيسس اېنډ ميري سکول پرنسپل د پاك پوځ قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كړې٬ په دې خاص نشست كښې استاذانو او زده كوٶنكو هم د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه٬ زده كوٶنكو او استاذانو ووئيل مونږ لپاره دا لوے اعزاز دے چې مونږ ته آرمي سره د خبرو موقع ترلاسه شوه۔ استاذانو ووئيل نن مونږ ته معلومه شوه چې د خپل دښمن د تزويراتي کبر مقابله څنګه وكړې شي، مونږ پاك پوځ ته په پوخ عزم او مړانه سلام وړاندې كوو۔ زده كوٶنكو ووئيل مونږ پخپل پوځ وياړ لرؤ څوك چې د اولس ساتنې له خپل سرونه قربانولو له چمتؤ پاتې كيږي۔ زده كوٶنكو ووئيل چې د ذمه وار وګړي په توګه مونږ له به د سوشل ميډيا پراپېګنډے څخه ځان ساتل وي، په ميډيا د خپرېدونكو خبر تقصديق له تحقيق ضروري دے، پاك پوځ او اولس په ګډه د هند په ضد يو قوي اتحاد جوړ كړے دے٬ مونږ ښه پوهېږو چې څنګه پاك پوځ هېواد د ترهګرو نه بچ كولو كښې مرسته كوي

مزید خبریں