بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس پايې ته ورسيد ٬ د بيلو هيوادونو پلاوي بيرته روان شول

اسلام آباد۔13نومبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په مشرۍ كښې بېن الپارليماني سپيكر كنفرنس كاميابۍ سره پايې ته ورسېد۔ په كنفرنس كښې ګډون كوؤنكي د بېلو هېوادونو پلاوي خپلو خپلو هېوادونو ته بېرته روان شول۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د مراکش او ازبکستان پلاويو بېرته روانېدو څخه وراندې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ته په كامياب كنفرنس كولو …

اسلام آباد۔13نومبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په مشرۍ كښې بېن الپارليماني سپيكر كنفرنس كاميابۍ سره پايې ته ورسېد۔ په كنفرنس كښې ګډون كوؤنكي د بېلو هېوادونو پلاوي خپلو خپلو هېوادونو ته بېرته روان شول۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د مراکش او ازبکستان پلاويو بېرته روانېدو څخه وراندې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ته په كامياب كنفرنس كولو مباركي وركړه او دده مشرتابه يۍ وستائله۔ دوئي ووئيل دا كنفرنس د بېن الپارليماني اړيكو مضبوطولو يوه مهمه ذريعه ګرځېدلې ده۔ د ازبکستان د مجلس اعلی نائب چیئرمېن ٰ صادق سافوو د سيد يوسف رضا ګيلاني د وژن او مشرتابه ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان لخوا په زړه پورې كوربتوب او كامياب كنفرنس كول دسېنېټ چيئرمېن د فعاله كردار او بېن الپارليماني رابطو ته د ودې وركولو عزم څرګندونه ده۔ پلاويو د سېنېټ چيئرمېن د امن او پرمختګ مشتركه پارليماني ويژن ملاتړ وكړو او دا يۍ نړيوالې پارليماني مرستې ته د ودې وركولو پلو يو مهم ګام وګرځولو۔ ګډون كوؤنكو پاكستان لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره هيله ولرله چې دې كنفرنس سره به منطقه او نړۍ كښې په پارليماني كچه د مرستې او همكارۍ نوې دروازې پرانستلې شي

مزید خبریں