اسلام آباد 13نومبر(اے پی پی)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير سينيټر ډاكټر مصدق ملك سره پاكستان لپاره د كاناډا هائي كمشنر طارق علي خان ليدلي دي۔ په ملاقات كښې د پاكستان او كاناډا ترمينځه په روانه مرسته د سباؤن په شراكتي ترجيحاتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د موسمياتي بدلون وزارت وياند له مخې هائي كمشنر طارق علي خان د خېبرپښتونخوا په وانا سيمه كښې په كېډټ كالج …
ډاكټر مصدق ملك سره د كاناډا هائي كمشنر طارق علي خان وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 13نومبر(اے پی پی)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير سينيټر ډاكټر مصدق ملك سره پاكستان لپاره د كاناډا هائي كمشنر طارق علي خان ليدلي دي۔ په ملاقات كښې د پاكستان او كاناډا ترمينځه په روانه مرسته د سباؤن په شراكتي ترجيحاتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د موسمياتي بدلون وزارت وياند له مخې هائي كمشنر طارق علي خان د خېبرپښتونخوا په وانا سيمه كښې په كېډټ كالج ترسره شوي اوسني بريد د افسوس څرګندونه وكړه او په منطقه كښې امن او استحكام كښې يۍ خپله خوښي تكرار كړه۔ هائي كمشنر د كاناډا كينولا آئل درآمد كولو په عمل كښې په مرسته كولو د وفاقي وزير مننه هم وكړه۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې په بيلو څانګو كښې مرستې په وده وركولو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقي وزير هائي كمشنر په پاكستان كښې ګرين کلسټرز جوړولو سره د اړوندې سركاري منصوبې په اړه خبر كړو۔ په ملاقات كښې دواړو اړخونو د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاكستان او كاناډا به دوه اړخيزه مرسته زياتولو ٬ صفا توان ته وده وركولو او د تلپاتي پرمختګ هدفونو ترلاسه كولو له خپل منځه رابطې او تړون لا قوي كړي۔











