فلپائن كښې د دوو سمندري طوفانونو نه د مرګونو شمېره 259 ته ورسېده،په لاکھونو خلق بې كوره شول

منیلا ۔12نومبر (اے پي پي) فلپائن كښې اوسنو دوو لويو سمندري طوفانونو تباهي وكړه چې پكښې د مرګونو شمېره 259 ته ورسېده او په لاکھونو كسان بے كوره شوي دي ۔ د شنهوا تر مخه د آفتونو د زيان مخ نيوي قامي ادارې او د نظم و نسق (این ډي آر آر ایم سي ) تر مخه وړومبے طوفان "فنګ وونګ" د اتوار په ورځ د شمالی لوزون ساحلي سيمې …

منیلا ۔12نومبر (اے پي پي) فلپائن كښې اوسنو دوو لويو سمندري طوفانونو تباهي وكړه چې پكښې د مرګونو شمېره 259 ته ورسېده او په لاکھونو كسان بے كوره شوي دي ۔ د شنهوا تر مخه د آفتونو د زيان مخ نيوي قامي ادارې او د نظم و نسق (این ډي آر آر ایم سي ) تر مخه وړومبے طوفان “فنګ وونګ” د اتوار په ورځ د شمالی لوزون ساحلي سيمې ته راوسېد ٬ كوم چې زمكې ټه په رسېدو د سپر ټائفون شدت اختیار كړے ؤ ۔ دې طوفان نه د لږ نه لږ 27 كسان مړه او 2 بې دركه دي ہیں۔دغسې بل طوفان “کالماګي” په 4 نومبرمينځني فلپائن ته داخل شو، شدید بارانونو، سیلاب او د خاورو كمورو غورځېدو د 232 كسانو ژوند يوړلو، 112 كسان بې دركه دي او 500 نه زيات ژوبل شوي ۔زیاتره مرګونه په سیبو ولايت كښې رپورټ شوي، دغلته لا تر اوسه د 30 ستمبر راغلې د 6.9 شدت زلزلې اثرات تللي نه وؤ چې طوفان راغلو ۔۔