اسلام آباد۔12نومبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي كه 27 م آئيني بدلون نن وړاندې كړے شو نو منظوري به وركړې شي٬ پاك پوځ 500 څخه زيات زده كوؤنكي ريسكيو كړل٬ دا تاريخي آپريشن به نړۍ ياد ساتي۔ د شورو په ورځ پارليمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل كه نن 27 م آئيني بدلون وړاندې كړے شو نو منظوري …
كه 27 م آئيني بدلون نن وړاندې كړے شو نو منظوري به وركړې شي٬ پاك پوځ 500 څخه زيات زده كوؤنكي ريسكيو كړل٬ دا تاريخي آپريشن به نړۍ ياد ساتي: عطاﺀ تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد۔12نومبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي كه 27 م آئيني بدلون نن وړاندې كړے شو نو منظوري به وركړې شي٬ پاك پوځ 500 څخه زيات زده كوؤنكي ريسكيو كړل٬ دا تاريخي آپريشن به نړۍ ياد ساتي۔ د شورو په ورځ پارليمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل كه نن 27 م آئيني بدلون وړاندې كړے شو نو منظوري به وركړې شي۔ پكار وه جې اپوزيشن په دې خبره كړې وه او شق وار بحث كښې يۍ برخه اغستې وې۔ ده ووئيل په بل د لوستلو نه پرته شور كول او بيانيه جوړول به د چا په ګټه نه وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل په وانا كښې پاك پوځ 500 څخه زيات زده كوؤنكي رېسكيو كړل۔ دا د پاك پوځ يو تاريخ آپرېشن ؤ په كوم چې مونږ پاك پوځ ته درناوې وړاندې كوو۔ ده ووئيل وانا آپرېشن به نړۍ ته په عسكري ادارو كښې د سبق په توګه ښودلے شي۔ وفاقی وزیر ووئيل دښمن ته دا پېغام دے چې پاكستان څلور چنده زيات قوت لرونكي دښمن ته ماتې وركړې ده٬ دښمن له خپل محاذ څخه په تېښته تللے ؤ٬ ده ووئېل دا پراكسي وار خو زمونږ لپاره هسې مسئله نه ده٬ دښمن ته به هر ډګر ماتې وركوو۔ د خبريال د پوښتنې چې د مسلم ليګ ن مشر لارښود نواز شريف نن پارليمنټ هاؤس ته راځي وفاقي وزير ووئيل ستا به ورسره هم ملاقات وكړم۔











