پاكستان كاناډا سره اړيكې لا قوي كولو له خوښي لري۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د كاناډا هائي كمشنر طارق علي خان سره خبرې

اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان كاناډا سره اړيكې لا قوي كولو له خوښي لري٬پاكستان كښې د كان كني او معدنيات په څانګو كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې شته ٬ بيرك ګولډ به د پاكستان كان كني څانګه كښې د پرمختګ لاره هوارولو سره سره ب د پاكستان او كاناډا ترمينځه د اقتصادي مرستې د كاميابي سند ثابت شي۔د شورو په ورځ د …

اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان كاناډا سره اړيكې لا قوي كولو له خوښي لري٬پاكستان كښې د كان كني او معدنيات په څانګو كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې شته ٬ بيرك ګولډ به د پاكستان كان كني څانګه كښې د پرمختګ لاره هوارولو سره سره ب د پاكستان او كاناډا ترمينځه د اقتصادي مرستې د كاميابي سند ثابت شي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د كاناډا په پاكستان كښې هائي كمشنر طارق علي خان سره په خبرو كښې كړې چا چې د وزيراعظم سره دلته ملاقات كولو۔په دې موقع خاص مرستيال طارق فاطمي او خارجه سېكرټري هم موجود ؤ ۔وزيراعظم د كاناډا هائي كمشنر ته په تقررۍ مباركي وركړه او دا باور يې څرګند كړو چې د هغه د تعيناتۍ په مهال به د پاكستان او كاناډا ترمينځه اوږد مهاله او د ملګرتيا اړيكې لا مستحكمې شي۔ده د كاناډا مشرتابه لپاره د خيرسګالۍ پېغام هم وركړو۔وزيراعظم ووئيل پاكستان كاناډا سره خپلو اړيكو لا قوي كولو له خوښي لري۔وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې د كان كني او معدنيات په څانګه كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې شته ۔د ريكوډك پروژې ذكر كولو سره وزيراعظم ووئيل بيرك ګولډ د پاكستان كان كني په څانګه كښې د پرمختګ لاره هوارولو سره سره به د پاكستان او كاناډا د اقتصادي مرستې د كاميابۍ سند ثابت شي۔د كاناډا هائي كمشنر د وزيراعظم مننه وكړه او د پاكستان او كاناډا دوه اړخيزه اړيكې په خاص توګه كركيلې٬توان٬تجارت٬سرمايه كارۍ٬ټېكنالوجۍ٬تعليم او اولسي تبادلو ته لا ودې وركولو لپاره يې كار كولو له عزم څرګند كړو ۔وزيراعظم كاناډا كښې د مېشته پاكستانيانو د كاناډا رغونه او پرمختګ كښې قدر وړ خذمات وستائېل كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې قوي كولو لپاره د پل كردار ادا كوي

مزید خبریں