په بنګله دیش كښې د ممکنه احتجاج مخ نيوي له امنيت ټينګ كړے شو

ډھاکه ۔12نومبر (اے پي پي) بنګله دیش كښې د ممکنه احتجاج مخ نيوي له امنيت ټينګ كړے شوے دے ۔ د شنهوا تر مخه بنګله دیش كښې چارواكو په ټول هېواد كښې د امنيت سخت انتظامات کړې دي ٬ دغسې چې نن ممکنه تشدد لرونكې مظاهرې ايسارې كړې شي ۔ دا اقدام په هغه وخت رامخې ته شوے چې كله د وزیراعظمې شیخ حسینه ګوند عوامي لیګ (اے ایل ) …

ډھاکه ۔12نومبر (اے پي پي) بنګله دیش كښې د ممکنه احتجاج مخ نيوي له امنيت ټينګ كړے شوے دے ۔ د شنهوا تر مخه بنګله دیش كښې چارواكو په ټول هېواد كښې د امنيت سخت انتظامات کړې دي ٬ دغسې چې نن ممکنه تشدد لرونكې مظاهرې ايسارې كړې شي ۔ دا اقدام په هغه وخت رامخې ته شوے چې كله د وزیراعظمې شیخ حسینه ګوند عوامي لیګ (اے ایل ) د اړخه په مبینه توګه د ’’ډھاکا لاک ډاؤن‘‘ اعلان اګاهي تر لاسه شوې ده ۔ د بنګله دیش د كورنيو چاروِ صلاحكار جهانګیر عالم چوهدري ووئېل پولیس او نور سکیورټي فورسز هېواد كښې ګزمه كوي او په مهمو سرکاري ودانيو امنيت زيات كړے شوے دے ۔ ده ووئېل د عوامی لیګ هلې ځلې دا مهال هېواد كښې ممنوع دي ، دې لپاره د پروګرام په اړه د د كوم لوي خطر توقع نه شته ۔دا اطلاعات په داسې وخت رامخې ته شول چې كله نړيوال د جرائمو عدالت نن شیخ حسینه او د هغې نزدې ملګرو خلاف د مقدمې د فیصلې نېټه وركوي ۔