اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې صدر مملكت آصف علي زرداري سره ملاقات كړے دے ٬دواړو لارښودو د هېواد په مجموعي او سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړی۔د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې اوسني ترهه كرۍ پېښو غندنې كولو سره دواړو لارښودو زور راوړو چې غېر ملكي ملاتړ لرنكو ترهه ګرو او د …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د صدر مملكت آصف علي زرداري سره ملاقات٬د هېواد په مجموعي سلامتيا او سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې صدر مملكت آصف علي زرداري سره ملاقات كړے دے ٬دواړو لارښودو د هېواد په مجموعي او سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړی۔د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې اوسني ترهه كرۍ پېښو غندنې كولو سره دواړو لارښودو زور راوړو چې غېر ملكي ملاتړ لرنكو ترهه ګرو او د هغوي مرستيالو په ضد آپرېشن به تر هغه وخت روان وي تر څو چې د هېواد څخه د ترهه ګرۍ بشپړه خاتمه نه وي شوې۔صدر مملكت او وزيراعظم د قامي اهميت په نورو چارو هم خبرې وكړی۔په دې موقع د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني٬د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق او وفاقي وزيران سيد محسن نقوي٬خالد حسين مګسي٬چوهدري سالك حسين٬اعظم نذير تارړ او عبدالعليم خان هم موجود وو۔











