د روغتيا وفاقي وزير د پمز روغتون دوره٬ د ژوبل شوو تپوس پوښتنه

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي)د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال د پمز روغتون دوره كړې او اسلام آباد ډسټركټ جوډيشل كمپليكس چاودنه كښې د ژوبل شوو كسانو تپوس پوښتنه يې وكړه ۔په دې موقع د روغتيا وفاقي وزير د روغتون انتظاميې او عملې ته هدايت وكړو چې ژوبل شوو ته ښې طبي آسانۍ وركړۍ۔مصطفٰی كمال ووئيل په چاودنه كښې ژوبل شوي 22 كسان پمز روغتون كښې د …

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي)د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال د پمز روغتون دوره كړې او اسلام آباد ډسټركټ جوډيشل كمپليكس چاودنه كښې د ژوبل شوو كسانو تپوس پوښتنه يې وكړه ۔په دې موقع د روغتيا وفاقي وزير د روغتون انتظاميې او عملې ته هدايت وكړو چې ژوبل شوو ته ښې طبي آسانۍ وركړۍ۔مصطفٰی كمال ووئيل په چاودنه كښې ژوبل شوي 22 كسان پمز روغتون كښې د علاج لاندې دي او دوه ژوبل شوي كسان د هغوي د كورنيو په خواهش نجي روغتون ته منتقل كړے شوي ۔ده ووئيل پمز روغتون كښې ډيزاسټر وارډ فعاله كړے شوے دغسې چې د كوم هم بېړني صورتحال په موثره توګه مخ نيوي وكړے شي۔

مزید خبریں