اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د مراكش مجلس مشيران صدر اولد اراشيد د سپيكر كنفرنس په مهال ملاقات كړے دے ۔د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري بيان له مخې د سينيټ چيئرمېن د خاص مېلمه او د هغه د پلاوي تود هركلے وكړو او بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس كښې په ګډون كولو يې د هغه مننه كولو سره ووئيل د مراكش بشپړ …
د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د مراكش د مجلس مشيران صدر اُولد اراشید ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د مراكش مجلس مشيران صدر اولد اراشيد د سپيكر كنفرنس په مهال ملاقات كړے دے ۔د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري بيان له مخې د سينيټ چيئرمېن د خاص مېلمه او د هغه د پلاوي تود هركلے وكړو او بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس كښې په ګډون كولو يې د هغه مننه كولو سره ووئيل د مراكش بشپړ ګډون د كنفرنس افاديت زيات كړے كوم چې د بين الپارليماني مرستې ودې لپاره د دواړو هېوادونو د عزم عكاسي كوي۔د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل د كنفرنس عنوان”امن٬سلامتيا او پرمختګ”د پاكستان او مراكش د شريكو اهداف ترجماني كوي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه اخوت٬ايمان او تاريخي رشتې د دې شريك مقاصد ترلاسه كولو لپاره يو مضبوط بنياد وركوي۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان٬مراكش سره پارليماني مرستې لا قوي كولو لپاره به هر ممكن هڅې روانې ساتي۔د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني يادګېرنه وكړه چې د پاكستان او مراكش اړيكې د 1952 څخه قائم دي كله چې پاكستان د مراكش آزادۍ او حق خود اراديت هلو ځلو كښې مرسته كړی وه۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه د پارليماني فرېنډشپ ګروپس او پارليماني كمېټو په ګچه روابط زياتولو په ضرورت زور راوړې دغسې چې شريك مرستې لپاره يو قوي او پائيدار فريم ورك جوړ شي۔د سينيټ چيئرمين ووئيل چ بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس(آئي اېس سي)يو جامع او دورانديش پليټ فارم دے كوم چې په سيمه ايز او نړيواله كچه پارليماني مرستې ته وده وركوي او امن٬انصاف او د پرمختګ ايجنډا مخ په وړاندې تللو كښې مرستياله ثابتېږي۔په دوه اړخيزه تجارت خبرو كولو سره د سينيټ چيئرمېن ووئيل مالي كال 2024 كښې د پاكستان مراكش ته برآمدات نزدې 0.028 ارب امريكائي ډالر او درآمدات 0.064 ارب ډالر دي۔ده ووئيل د دې تجارتي عدم توازن لرې كولو لپاره دواړو هېوادونو سره د مرستې پراخه موقعې موجود دي۔دوي د زده كوونكو او ځوانانو تبادلې پروګرام په پیل كولو او ويزا كښې په آسانۍ پېدا كولو هم زور راوړو۔د ملاقات په اختتام د سينيټ چيئرمېن ووئيل د پاكستان او مراكش اړيكې شريك احترام٬شريكو اقدارو او په اسلامي اخوت اډانه دي۔پاكستان دا اړيكې د تجارت٬تعليم٬سرمايه كارۍ او كلتور په څانګو كښې لا پراخا كولو له خوښي لري











