اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس كښې ګډون لپاره راغلې د روس اسټيټ ډوما دوهم چيئرمېن اليګزينډر باباكوف د نهې په ورځ پارليمنټ هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې په پاك-روس اړيكو ٬پارليماني مرسته٬سيمه ايز استحكام او د اقتصادي شراكتدارۍ په وده تفصيلي خبرې شوي ۔ د قامي اسمبلۍ سيكرټرېټ له مخې سپيكر سردار …
پاكستان روس سره تجارت٬سرمايه كاري٬توان او د پارليماني مرستې په څانګو كښې همكارۍ ته لا وده وركول غواړي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق

مزید خبریں
اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس كښې ګډون لپاره راغلې د روس اسټيټ ډوما دوهم چيئرمېن اليګزينډر باباكوف د نهې په ورځ پارليمنټ هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې په پاك-روس اړيكو ٬پارليماني مرسته٬سيمه ايز استحكام او د اقتصادي شراكتدارۍ په وده تفصيلي خبرې شوي ۔ د قامي اسمبلۍ سيكرټرېټ له مخې سپيكر سردار اياز صادق په زياتو شوو پاك-روس اړيكو د اطمينان څرګندونې كولو سره ووئېل پاكستان روس سره شريك احترام٬باور او په شريه ګټه اډانه اړيكو ته د ودې وركولو خوښي لري۔ده ووئيل كال 2014 كښې د روس قيادت سره شوے ملاقات د پاك-روس اړيكو كښې د مثبت پېشرفت پېل ثابت شوے۔سپيكر سردار اياز صادق هيله څرګند كړه چې د روس-يوكرين شخړې دې پرامن او پائيدار حل راويستلے شي دغسې چې په منطقه كښې امن او استحكام ته وده ترلاسه شي۔ده ووئيل چپاكستان تل د امن٬شريكې مرستې او د شخړو په خبرو حل كولو ضرورت زور راوړے دے ۔ د هند جارحيت په اړه په خبرو كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئېل د پاكستان دريځ ته په نړيواله كچه ډاډګيرنه ترلاسه شوې ۔ده ووئيل پاكستان د هند جارحيت بشپړ ځواب وركولو سره د هند فضائيه 7 الوتكې راغورځولې كومو څخه چې د پاكستان دفاعي صلاحيت او عزم څرګندونه كيږي۔د روس اسټيټ ډومات ډپټي چيئرمېن اليګزينډر باباكوف د پاكستان سره اړيكې لا قوي كولو له د عزم څرګندونه وكړه۔ده د پاكستان متوازن٬حقيقت خوښے او ذمه وار دريځ ستائېلو سره ووئېل پاكستان او روس ترمينځه تجارت او د سرمايه كارۍ پراخه موقعې موجود دي كومو څخه چې بشپړه استفاده كول پكار ده۔اليګزينډر باباكوف ووئېل ګڼ اړخيزه نړيوال نظام دا مهال خطرو سره مخ دے او نړۍ له به توازن٬انصاف او د مرستې رويه خپلول وي۔ده ووئيل راتلونكې بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس كوربتوب به روس كوي۔دواړو لارښودو د پارليماني روابط ودې٬اقتصادي مرسته كښې په زياتوالي او سيمه ايز امن او استحكام لپاره د شريكو هڅو روانو ساتلو ته اتفاق وكړو۔











