اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ګڼ اړخيزه نړيوال عزم تجديد او نړيوال مالياتي او د واكمنۍ نظام كښې په سمدستي اصلاحات زور راوړولو سره وئېلي دي پاكستان سيمه ايز روابط زياتولو او سماجي اقتصادي پرمختګ لپاره د شراكتدارۍ قوي كولو عزم لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ اسلام باد د پالېسي ريسرچ انسټي ټيوټ تر سيوري …
پاكستان سيمه ايز روابط زياتولو او سماجي اقتصادي پرمختګ لپاره شراكتدارۍ قوي كولو ږپاره عزم لري۔نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ګڼ اړخيزه نړيوال عزم تجديد او نړيوال مالياتي او د واكمنۍ نظام كښې په سمدستي اصلاحات زور راوړولو سره وئېلي دي پاكستان سيمه ايز روابط زياتولو او سماجي اقتصادي پرمختګ لپاره د شراكتدارۍ قوي كولو عزم لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ اسلام باد د پالېسي ريسرچ انسټي ټيوټ تر سيوري لاندې 6م مارګله ډائيلاګ 2025 ته خطاب كولو په مهال وكړه ۔ده ووئيل ما د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل پشمول ګڼ اړخيزه فورمز باندې خپلو اوسنو وېناګانو كښې خبردارے وركړے چې انسانيت بې مثاله چېلنجونو سره مخ دے كوم چې نړيوال امن٬خوشحالۍ او سلامتيا لپاره خطر لري۔نائب وزيراعظم اسحاق ډار خبردارے وركړو چې ګڼ اړخيزه او د نړيوالې مرستې بنيادونه په خاص توګه د كومو نمائندګي چې ملګري ملتونه كوي تناؤ سره مخ دي ځكه چې شكوك و شبهات او روانې شخړې يوه پوښتنه جوړېږي۔ده ووئيل ګڼ اړخيزه ادارې كمزورې كيږي٬د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل سياسي تقسيم له امله د تعطل ښكار ديےاو زياتو چارو كښې د دې قراردادونو خلاف ورزي كوونكو په ضد كاروائي كومه معنې لرونكې طريقه كار نه لري د۔د فلسطين او جمو كشمير شخړو حواله وركولو سره نائب وزيراعظم اسحاق ډار ووئېل دا تاثر زياتيږي چې سلامتي كونسل نړيوال امن او سلامتيا په ځاے ساتلو خپلې بنيادي ذمه دارۍ پوره كولو كښې ناكاميږي۔هغه نړيوال عدم مساوات او دقرضونو بحران پلو هم پام وګرځولو كوم چې اوس د 100 څخه زيات هېوادونه متاثره كوي او كومو څخه چې د پائيدار پرمختګ اهداف سر كولو ته زيان رسي۔ده د سږ كال تر نيمې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې د پاكستان د مشرۍ حواله وركړه او د قرارداد 2788 د متفقه منظورۍ يې ذكر وكرو ۔نائب وزيراعظم ووئيل زما په مشرۍ كښې غونډه د موثره ګڼ اړخيزه او د ملګرو ملتونو چارټر لپاره د پاكستان د عزم ثبوت دے۔ده د ملګرو ملتونو او اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي)ترمينځه اداره جاتي روابط قوي كولو لپاره د پاكستان اقدام هم ذكر وكړو كوم چې د نړۍ دوهمه لويه ګڼ اړخيزه اداره ده۔نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار ووئېل پاكستان د مرستې او شريكې خوشحالۍ لپاره په جيو اكنامك وژن د عمل كولو لپاره عزم لري او مونږ د شريك اهداف سر كولو لپاره ټولو شراكتدارو او ادارو سره مشغول كېدو لپاره چمتو يو۔ده دا هيله ولرله چې مارګله ډائيلاګ كښې شوې خبرې به ټولو لپاره زيات مستحكم٬ يو برابر او خوشحال سباؤن له د مرستې نوې لارو ترسره كولو له مرستياله وګرځي۔











