وفاقي وزير جام كمال خان٬د قامي غذائي تحفظ وفاقي وزير رانا تنوير حسين ٬ د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر او د خزانې او ريلوے وزير مملكت بلال اظهر كياني تر مينځه ملاقات

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان٬د قومي غذائي تحفظ وفاقي وزير رانا تنوير حسين٬د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر او د خزانې او ريلوے وزير مملكت بلال اظهر كياني ملاقات كړے ۔د نهې په ورځ د صنعت او پېداوار وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د وزيراعظم شهباز شريف سره د هېواد د ټاپ 20 كمپنيو سي اي اوز …

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان٬د قومي غذائي تحفظ وفاقي وزير رانا تنوير حسين٬د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر او د خزانې او ريلوے وزير مملكت بلال اظهر كياني ملاقات كړے ۔د نهې په ورځ د صنعت او پېداوار وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د وزيراعظم شهباز شريف سره د هېواد د ټاپ 20 كمپنيو سي اي اوز د مجوزه ملاقات په اړه تفصيلي غور وكړو ۔ګډون كوونكو سي اي اوز ته د وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ملاقات د بلنې په چارو مشاورت وكړو او پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ودې لپاره په كوټلې اقدامات يې د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر ووئېل پاكستان نړۍ لپاره په سټريټجك توګه مهم هيواد دے٬چې پكښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې موجود دي۔ده ووئيل د سي اي اوز وزيراعظم محمد شهباز شريف سره ملاقات د هېواد معيشت لپاره به ګيم چينجر ثابت شي۔هارون اختر ووئېل د ټولو سفيرانو سره ملاقاتونه د پاكستان مثبت تاثر رامخې ته كولو برخه ده او د حكومت سرمايه كارۍ دوست پالېسو مثبت نتيجې رامخې ته كيږي۔د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان ووئيل د تجارت ودې لپاره پالېسۍ جديد تقاضو سره سموو او حكومت نجي څانګو ته د مضبوطې شراكتدارۍ په توګه ګوري۔د قومي غذائي تحفظ وفاقي وزير رانا تنوير حسين په دې موقع ووئيل زرعي پېداوار زياتولو لپاره جديد ټېكنالوجي خپلول د وخت مهم ضرورت دے۔د خزانې او ريلوے وزير مملكت بلال اظهر كياني ووئيل د سرمايه كارۍ په څانګه كښې به د استحكام څخه د روزګار نوې موقعې راپېدا شي كومو څخه به چې معيشت لا قوي شي۔

مزید خبریں