د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې غونډه٬ د جناح ميډيكل كمپليكس زر بشپړیدو كښې د رامخې ته خنډانو لرې كولو امر

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د جناح ميډيكل كمپليكس زر بشپړېدو كښې رامخې ته خنډان د اړوندو ادارو په مرسته زر تر زره لرې كولو او د معياري تعمير او جديد آسانۍ باوري كولو امر كړے دے۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د جناح ميډيكل كمپليكس اينډ ريسرچ …

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د جناح ميډيكل كمپليكس زر بشپړېدو كښې رامخې ته خنډان د اړوندو ادارو په مرسته زر تر زره لرې كولو او د معياري تعمير او جديد آسانۍ باوري كولو امر كړے دے۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د جناح ميډيكل كمپليكس اينډ ريسرچ سينټر په تعمير د پېشرفت په اړه غونډه شوې۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال٬د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال٬د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه او نوراړوند سركاري عهديدارو ګډون وكړو ۔وزيراعظم په غونډه كښې امر وكړو چې جناح ميډيكل كمپليكس د ټولو جديد طبي آسانيو سره په معياري تعمير د جامع ټګلارې له مخې بشپړ كړئ۔ وزيراعظم د كمپليكس زر بشپړېدو كښې رامخې ته ټول خنډان اړوندو اداروسره زر تر زره د لرې كولو امر هم وكړو او ځايې آبادۍ ته طبي آسانۍ وركولو لپاره يې د جناح ميډيكل كمپليكس تر سيوري لاندې د يو ذيلي طبي مركز جوړولو هم ووئېل ۔وزيراعظ د جناح ميډيكل كمپليكس جوړولو او جديد علاج وركولو كښې د ضرورت له مخې د نړيوالو پوهانو خذمات د تر لاسه كولو هم هدايت وكړو ۔وزيراعظم ته بريفنګ كښې ووئېل شول چې جناح ميډيكل كمپليكس لپاره مطلوبه زمكه ترلاسه كړی شوې او د ډيزائن كنسلټنټ انتخاب هم شوے ۔ د وزيراعظم هدايت له مخې د پروژې تهرډ پارټي ويليډيشن هم باوري كولې شي۔په غونډه كښې وزيراعظم ته د جناح ميډيكل كمپليكس او ريسرچ سينټر تعمير په اړه په تراوسه شوي انتظامات٬كاركردګۍ او پيشرفت بريفنګ وركړے شو ۔

مزید خبریں