دفاع او ګورننس قوي كول د 27م آئيني بدلون بنيادي مقاصد دي٬ واكمنۍ او خدمات كښې بهتري راوستل ضروري ده۔ وزيرمملکت بلال اظهرکياني

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني وئيلي دي دفاع او ګورننس قوي كول د 27م آئيني بدلون بنيادي مقاصد دي٬ د اولس استفادې لپاره ګورننس او خدمات كښې بهتري راوستل ضروري ده۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې په 27م آئيني بدلون د بحث په مهال بلال اظهر کياني ووئيل په جي اليون كښې د ډسټرکټ کورټ په ګيټ …

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني وئيلي دي دفاع او ګورننس قوي كول د 27م آئيني بدلون بنيادي مقاصد دي٬ د اولس استفادې لپاره ګورننس او خدمات كښې بهتري راوستل ضروري ده۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې په 27م آئيني بدلون د بحث په مهال بلال اظهر کياني ووئيل په جي اليون كښې د ډسټرکټ کورټ په ګيټ د ځانمرګي بريد خبر دے چې پكښې ګڼ شمېر مرګ ژوبله شوې٬ د دې پېښې نه برېښي چې مونږ د جنګ په حالت كښې يو او زمونږ پوځ٬ پوليس او امنيتي ادارې هېواد لپاره جنګ كوي او اهلكار شهيدان كېږي۔ ده ووئيل كوم جنګ چې مونږ ګټلے ھغه په مونږ مسلط كړے شوے ٶ، ګرد هېواد كښې وسله وال ځواكونه جنګ كوي او قربانۍ هم وركوي۔ ده ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې په آرټيکل 243 كښې په بدلون چا تنقيد نه دې كړے۔ ده ووئيل د اتلسم بدلون نه وروستو اختيارات لاندې كچې ته منتقل كول ضروري وٶ، سباٶن كښې اېن اېف سي صوبائي مالياتي ايوارډ سره تړل پكار دے، دغسې د بلدياتي ادارو او مودې ته تحفظ وركول پكار دي ٬ ده ووئېل د اولس استفادې لپاره ګورننس او خدمات كښې بهتري كول ضروري ده٬ مونږ به هڅه كوٶ چې اتحاديانو او اپوزيشن سره په ګډه د هېواد بهترۍ لپاره كار وكړو۔

مزید خبریں