وزيراعظم شهباز شريف په جي اليون کچهري كښې د هند ملاتړ لرونكو فتنه الخوارج او فتنة الهندوستان د ترهګرو بريد وغندلو

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف فاقي پلازمينه د اسلام آباد په سيکټر جي اليون کچهري كښې د هند ملاتړ لرونكو فتنه الخوارجو او فتنة الهندوستان د ترهګرۍ د بريد په سختو ټكو غندنې كولو سره وئيلي دي د ترهګرو دا ډول بزدلانه كاروائۍ د ترهګرۍ په ضد زمونږ عزم غېر متزلزل كولې نشي، د ترهګرۍ لعنت بشپړه خاتمه او د فتنه الهندوستان او فتنه الخوارج …

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف فاقي پلازمينه د اسلام آباد په سيکټر جي اليون کچهري كښې د هند ملاتړ لرونكو فتنه الخوارجو او فتنة الهندوستان د ترهګرۍ د بريد په سختو ټكو غندنې كولو سره وئيلي دي د ترهګرو دا ډول بزدلانه كاروائۍ د ترهګرۍ په ضد زمونږ عزم غېر متزلزل كولې نشي، د ترهګرۍ لعنت بشپړه خاتمه او د فتنه الهندوستان او فتنه الخوارج تر آخري ترهګر تر خاتمې به جنګ روان ساتو۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د ترهګرۍ په بريد كښې د شهيدو شوو كسانو لوړو درجو او د غمژنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔ ده ووېيل زما پشمول د ټول قام همدردۍ د شهيدانو كورنيو سره دي۔ وزيراعظم د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا وكړه او دوي ته ئې د بهترين طبي سهولتونو وركولو امر وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د هند ترهګر پراکسيز لخوا د پاكستان په بې ګناه وګړو د ترهګرۍ بريدونه د غندنې وړ دي۔ ده د پېښې د تحقيقات امر كولو سره ووئيل ذمه وار به خپل انجام ته رسولو سره په قلاره كېښنو۔ وزيراعظم ووېيل افغانستان څخه کارروائۍ كوٶنكې د هند په لمسه هڅې كوٶنكو فتنه الخوارجو لخوا دا مهال په وانا كښې په بې ګناه ماشومانو هم بريد شوے٬ د هند په ملاتړ او افغان خاورې څخه روان د دې بريدونو چې څومره هم غندنه وشي لږه ده۔ ده ووئيل د بې ګناه پاكستانيانو وينه به عبث نه شي٬ د ترهګرۍ لعنت تر بشپړه خاتمې او د فتنه الهندوستان او فتنه الخوارج تر آخري ترهګر تر خاتمې به جنګ روان ساتو۔ وزيراعظم ووئيل د ترهګرو دا ډول بزدلانه كاروائۍ د ترهګرۍ په ضد زمونږ عزم غېر متزلزل كولې نشي٬ هند له په منطقه كښې د پراکسيز د لارې د ترهګرۍ خپرولو ناوړه فعل څخه ډډه كول پكار ده ۔ ده ووئيل وخت راغلے دے چې نړۍ د هند د دا ډول ناوړه سازشونو بايد غندنه وكړي، د هند په منطقه كښې د امن تباه كولو ناوړه څېره نړۍ ته بې نقابه شوې ده٬ دواړه بريدونه په منطقه كښې د هند د رياستي ترهګرۍ بدتر مثالونه دي۔

مزید خبریں