اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) په اسلام آباد كښې دوه ورځنے بين الپارليماني سپيکرز کنفرنس پېل شوے دے ٬ په كنفرنس كښې د ګردې نړۍ څخه د 40 نه د زياتو هېوادونو سپيکرز، دوهم سپيکرز او پارلماني پلاوي ګډون كوي٬ دا مهمه سفارتي اجتماع نړيوال امن٬ سلامتيا او د تل پاتي پرمختګ ودې لپاره د پاکستان د زيارت شوي كردار علامت ګرځولے كېږي۔ د غونډې د پرانستې په …
اسلام آباد كښې بين الپارليماني سپيکرز کنفرنس د امن، سلامتيا او تل پاتې پرمختګ لپاره د پاکستان د زيات شوي كردار علامت وګرځولے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) په اسلام آباد كښې دوه ورځنے بين الپارليماني سپيکرز کنفرنس پېل شوے دے ٬ په كنفرنس كښې د ګردې نړۍ څخه د 40 نه د زياتو هېوادونو سپيکرز، دوهم سپيکرز او پارلماني پلاوي ګډون كوي٬ دا مهمه سفارتي اجتماع نړيوال امن٬ سلامتيا او د تل پاتي پرمختګ ودې لپاره د پاکستان د زيارت شوي كردار علامت ګرځولے كېږي۔ د غونډې د پرانستې په پېل كښئ د قرآنِ مجيد تلاوتِ وشو او د دغې نه وروستو ملي سرود وغږولے شو٬ په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف، د سېنټېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني او د بېلا بېلو نړيوالو تنظيمونو نمائندګان موجود وو۔ سږ كال د کنفرنس موضوع “امن، سلامتيا او ترقي” ده، كومه چې د هغې زياتې شوې نريوالې اتفاق رائے عكاسي كوي چې تل پاتي پرمختګ او نړيوال استحكام يو بل سره تړلي دي٬ د بين الپارلماني يونين (آئي پي يو) سيکرټري جنرل مارټن چونګونګ جنيوا څخه خپل وېډيو پيغام كښې کنفرنس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې۔ هغه ووئيل امن، سلامتيا او پرمختګ يو بل سره تړلي دي او مونږ له به نړيوالې سوكالۍ او انصاف لپاره مشتركه هلې ځلې روانې ساتل وي











