اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ د قامي اسمبلۍ غړې شازيه مري وئيلي دي پاکستان پيپلز پارټۍ په م27 آئيني بدلون بشپړ غور كړے دے٬ د هېواد٬ قيادت او ادارو په ضد د خبرو به بشپړ ځواب وركولې شي٬ په يو شمېر هېوادونو كښې صدر ته د خپلې چوكۍ د مودې څخه وروستو هم استثنا ترلاسه وي۔ د نهې په ورځ په 27م بدلون د …
پاکستان پيپلز پارټۍ په م27 آئيني بدلون مكمل غور كړے ٬ په يو شمېر هېوادونو كښې صدر ته د خپلې چوكۍ د مودې څخه وروستو استثنا ترلاسه وي۔ شازيه مري

مزید خبریں
اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ د قامي اسمبلۍ غړې شازيه مري وئيلي دي پاکستان پيپلز پارټۍ په م27 آئيني بدلون بشپړ غور كړے دے٬ د هېواد٬ قيادت او ادارو په ضد د خبرو به بشپړ ځواب وركولې شي٬ په يو شمېر هېوادونو كښې صدر ته د خپلې چوكۍ د مودې څخه وروستو هم استثنا ترلاسه وي۔ د نهې په ورځ په 27م بدلون د غور په تحريك شازيه مري ووئيل وزيراعظم پيپلز پارټي سره په دې بدلون مشاورت كړے٬ د ګوند د سي اي سي غونډه كښې په دې غور شوے۔ دې ووئيل د 27م بدلون په شكل كښې چې كوم بدلونونه شوي وٶ د ھغې تر مخه وړومبے اولس او بيا په سي اي سي كښې ګوند په اعتماد كښې اخستلے شوے٬ دا غونډه تر دوو ورځو روانه وه ٬ كومې پرېكړې چې شوې د ھغې په اړه ميډيا خبر شوې٬ دې څخه د پيپلز پارټۍ د سنجيدګۍ اندازه لګېدې شي۔ دې ووئيل په هاٶس بزنس اېډوائزري كمېټۍ كښې سپيكر ټول ګوندونه په اعتماد كښې اخستي چې د دې بدلون منظورۍ كښې به پارلماني تګلاره تر نظر ساتلې شي٬ په دې د قانون او انصاف قائمه کميټۍ كښې بحث شوے٬ د دواړو كمېټو په مېراتهن غونډو كښې د ډېر غور نه وروستو دا بل منظور كړے شوے۔ شازيه مري ووئيل د هېواد٬ قيادت او ادارو په ضد د خبرو به بشپړ ځواب وركولې شي٬ په يو شمېر هېوادونو كښې صدر ته د خپلې چوكۍ د مودې څخه وروستو هم استثنا ترلاسه وي











