اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) 27م آئيني بدلون سينيټ څخه د منظورۍ نه وروستو قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړے شو او د قانون وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ ووئيل سېنېټ څخه په منظور شوي آئيني بدلون بل كښې د آئيني عدالت جوړول، د ازخود نوټس خاتمه، د ججز د هائي کورټ په كچه تبادله، د فيلډ مارشل چوكۍ ته تاحيات آئيني تحفظ او د صدر مملکت د چوكۍ …
د وويشتم(27م )آئيني بدلون سينيټ څخه د منظورۍ نه وروستو قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړے شو٬ دا ترميم دې په ايوان كښې د ښه بحث نه وروستو منظور كړے شي۔ د قانون وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) 27م آئيني بدلون سينيټ څخه د منظورۍ نه وروستو قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړے شو او د قانون وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ ووئيل سېنېټ څخه په منظور شوي آئيني بدلون بل كښې د آئيني عدالت جوړول، د ازخود نوټس خاتمه، د ججز د هائي کورټ په كچه تبادله، د فيلډ مارشل چوكۍ ته تاحيات آئيني تحفظ او د صدر مملکت د چوكۍ موده ترسره كېدو نه وروستو استثنا شامله ده٬ په دې په ايوان كښې د ښه بحث كولو نه وروستو دې دا منظور كړے شي٬ د دې ترميم زياتره بدلونونه د ميثاق جمهوريت روح له مخئ دي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د بل وړاندې كولو نه وروستو ده ووئيل د 26م آئيني بدلون كښې په ميثاق جمهوريت كښې قام سره د شوو لوظونو له مخې آئيني عدالت جوړول هم شامل وو٬ د اپوزيشن په وېنا مونږ آئيني بنچز جوړولو ته اتفاق وكړو او دا مو منظور كړٶ٬ ده ووئېل د ججز تعيناتي په ګرده نړۍ كښې عدليه،انتظاميه او مقننه په ګډه كوي٬ اته غړو هم د كېمشن پرېكړه په سنګل بېنچ بدله كړې٬ چې دا بدلون منظور شو نو بيا هم اعتراضونه كېدل٬ د عدالت وخت د 30 نه تر 40 فيصده آئيني چارې وړې٬ په يو آزاد آئيني عدالت د ټولو نه صلاح اخستې شوې٬ اپوزيشن ګوندونو سره هم وخت په وخت مشاورت شوے، په دې كښې د دې عدالت جوړولو پرېكړه شوې٬ دا بل سېنېټ په دريو كښې د دوه په اكثريت سره منظور كړے۔ دا د ميثاق جمهوريت روح له مخې دے ۔ وفاقي وزير ووئيل صوبو او اسلام آباد هائي كوټ ته هم په دې كښې نمائندګي وركړې شوې ۔ په 27م آئيني بدلون كښې 59 بدلونونه آئيني دي ٬ په دې بايد ايوان كښې ښه بحث وكړې شي او بيا دې دا منظور كړے شي۔ ده د اتحادي ګوندونو مننه وكړه چا چې لارښودنه او معاونت كړے ۔ ده اپوزيشن څخه خواست وكړو چې ھغوي د زيركتيا د لارې په دې بحث كښې برخه واخلي











