اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن او د انټر پارلماني سپيکرز کنفرنس (ISC) باني چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي پارلمان په نړۍ كښې د امن او پرمختګ يوازې ناظر نه بلكې باور ٬ اتفاق رائے ته وده وركونكے او د اولس غږ دے، پاکستان په نړيواله كچه امن، سلامتيا او پرمختګ ته ودې وركولو لپاره عزم لري٬ د پاکستان دا عزم يوازې تر بيانونو …
پارلمان په نړۍ كښې باور پېدا كونكے٬ اتفاق رائے ته وده وركونكے او د اولس غږ دے۔ د سيد يوسف رضا ګيلاني د بېن الپارلماني سپيکرز کنفرنس پرانستې دستورې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن او د انټر پارلماني سپيکرز کنفرنس (ISC) باني چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي پارلمان په نړۍ كښې د امن او پرمختګ يوازې ناظر نه بلكې باور ٬ اتفاق رائے ته وده وركونكے او د اولس غږ دے، پاکستان په نړيواله كچه امن، سلامتيا او پرمختګ ته ودې وركولو لپاره عزم لري٬ د پاکستان دا عزم يوازې تر بيانونو محدود نه دے بلكې د دې عملي ثبوت پاكستان د ترهګرۍ په ضد نړيوال جنګ كښې د وړومبني صف كردار او د ملګرو ملتونو امن مشنز كښې مهم ګډون دے ۔ د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې د بېن الپارلماني سپيكرز كنفرنس پرانستې غوندې ته خپلې وېنا كښې د سېنېټ چيئرمېن د خاص مېلمه وزيراعظم شهباز شريف پشمول د قامي او صوبائي مشرانو٬ غېر ملكي مېلمنو٬ سپيكرز ٬ پارلماني غړٶ، ګورنرز، اعلٰې وزيرانو او د نړيوالو استازو هركلے وكړو۔ ده ووئيل د پاکستان وزيراعظم د خاص مېلمه په توګه ګډون نه يوازې د پارلماني ادارې د احترام علامت دے بلكې دا د پاکستان د دې عزم هم واضحه عكاسي ده كوم چې د مكالمې٬ مرستې او ګڼ اړخيزه روابطو ودې په اړه دے۔ ده ووئيل نن د نړۍ د قطبي او سوئيلي برخو تعلق لرونكې پارلماني مشران دلته راغونډ دي٬ كوم چې د پارلماني يووالي بنياد دے، دا تاريخي اجتماع د ګردې نړۍ د پارلماني مشرانو د يووالي٬ عزم او مرستې علامت ده۔ ده ووئيل د کنفرنس سرخط امن، سلامتي او پرمختګ د پولو او نظرياتو نه پرته پاتې كېدو سره يو داسې پېغام دے كوم چې ټول انسانيت ته لارښونه كوي۔ ده ووئيل موجوده پړاٶ غېر يقيني، د شخړو، ماحولياتي بدلونونو، معاشي شاكس او د تند رفتاره تکنيکي تغيرات نه عبارت دے۔ ده ووئيل زمونږ په وړاندې امن دړې وړې كېږي لكه څنګه چې په غزه، سوډان او مقبوضه کشمير كښې مونږ د ظلم او بربريت په شكل كښې وينو۔ ده زور راوړو چې په داسې وخت كښې به پارلمان له د لارښودنې كردار لوبول وي٬ پارلمان له د نړۍ ټكړې شوې نظام بيا جوړولو كښې كردار لوبول پكار دے۔ مونږ له به سوچ، لوظ كول او په ګډه عمل كول وي ٬ مكالمه زمونږ پل او مرسته بايد زمونږ لار وي ۔ ده ووئيل امن، سلامتيا او پرمختګ د يو بل نه غېر نامكمل دے٬ د امن او سلامتيا نه غېر پرمختګ ممكن نه دے او د ترقۍ نه غېر امن تل پاتې نشي پاتې كېدے ۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل پاکستان په نړيوال كاربن اخراج كښې د يو فيصد نه كمه برخه لري٬ د ماحولياتي بدلونونو اثرات سره مخ دے اوز دا يو تريخ حقيقت دے٬ چې ماحولياتي بدلون اوس لرې خطر نه دے بلكې يو موجوده٬ غېر سپېځلے حقيقت ګرځېدلے ۔ ده ووئيل د پاكستان صدرِ آصف علي زرداري او د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې پاکستان په نړيواله كچه امن، سلامتيا او د پرمختګ ودې لپاره عزم لري۔ ده ووئيل راځۍ چې مونږ د لوظونو نه وړاندې حل ولټوٶ٬ كوم چې په جرات منده٬ عملي او اجتماعي دانشمندۍ اډانه وي۔ ده د شهيدې بينظير بھټو د دې لفظونو تذكره كولو سره ووئيل چې قيادت په اصل كښې پخپل طاقت د باور ٬ د ستونزو په مقابل كښې استقامت او يوې نظريې ته دودې وركولو د توان نوم دے۔ كوم خلق چې امن ترلاسه كوي ٬ ھغوي د تعصب، عدم برداشت او جمود په وړاندې سر نه ټيټوي۔ ده ووئيل راځئ چې دا اجتماع يادګاره جوړه كړو٬ د يو داسې عزم په توګه كوم چې د اميد٬ اتحاد او قيادت نوې باب رقم كړي۔ د سېنېټ چيئرمېن ټولو استازو لپاره په اسلام آباد كښې د غوره قيام او د کنفرنس كاميابۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه











