افغانستان كښې جدید وسله او ګوله بارود د ګاونډيانو هېوادونو لپاره نيغ په نيغه خطر لري ٬ پاكستان

ملګري ملتونه ۔11نومبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې پاکستان په افغانستان كښې په شته جدید وسله او ګوله بارود د سختې اندیښنې څرګندونې كولو سره ووئېل دغه د ګاونډيانو هېوادونو لپاره نيغ په نيغه خطر لري ۔ د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل ته خطاب کښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار ووئېل زمونږ سره داسې مصدقه اطلاعات لرو ٬ چې دغه وسله د ترهه ګرۍ کارروائیو لپاره ګاونډي هېوادونو …

ملګري ملتونه ۔11نومبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې پاکستان په افغانستان كښې په شته جدید وسله او ګوله بارود د سختې اندیښنې څرګندونې كولو سره ووئېل دغه د ګاونډيانو هېوادونو لپاره نيغ په نيغه خطر لري ۔ د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل ته خطاب کښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار ووئېل زمونږ سره داسې مصدقه اطلاعات لرو ٬ چې دغه وسله د ترهه ګرۍ کارروائیو لپاره ګاونډي هېوادونو ته د قاچاق په بابله دي ۔ د هغه وېنا ده د پاکستان او افغانستان په پوله د ضبط کړې شوې وسلې لړۍ د غیرملکي پوځونو پریښودونكې او د افغانستان بلیک مارکیټس كښې د خرڅېدونكې وسلې سره لګي ۔ هغه ووئېل د ڼريوالې پولې پورې د غیر رجسټرډ وسلو نقل و حرکت سيمه ايزې سلامتیا لپاره خطر دے ځكه چې په دغې د غیر ریاستي وسله والو ډلو، د ترهه ګرو نیټ ورکس او د جرائم پیشه ډلو مرسته كېږي كومه چې سيمه ايزي سلامتیا و استحکام ته زيان رسول غواړي۔ هغه ووئېل مونږ په افغانستان كښې په پرېښودلې وسله او د ترهه ګرو د اړخه د هغې كارولو لپاره په تر لاسه كولو هڅو هم ژوره اندیشنه لرو او دغه د پاکستان او منطقې لپاره سنګین خطر ګرځېدلې ده ۔ هفه ووئېل د ترهه ګرو تنظيمونه داعش خراسان، د ملګرو ملتونو د ترهه ګرو په فهرست كښې شامل ټي ټي پي فتنہ الخوارج، بي ایل اے او مجید بریګیډ د افغانستان نه كار كوي ، دا منطقه كښې د عدم استحکام پیدا کوونكو مهمو عناصرو لخوا د بهر نه په مالي مرسته او ملاتړ كار كوي او دغه وسله د قانون نافذ کروونكو ادارو اهلکارو او د پاکستان وګرو خلاف كارولې شوې چې ورسره په زرګونو په شمېر بې ګناه ځانونه له مينځه لاړل۔ هغه ووئېل تر ترهه ګرو ډلو ته د غیرقانوني وسلې رسنې مخ نيوي له دې په نړيواله توګه هڅې وكړې شي او دا امر دې باوري كړے شي چې د افغانستان چارواكي په دې لړ كښې د خپلو نړيوالو ذمه وارو او وعدو پاسداري وكړي ۔ هغه ووئېل نړيوالې ورورولۍ له نړيوال و سيمه ايز امن و سلامتیا ته د پیښو داسې خطرو موثره مقابلې لپاره د خپلو هلو ځلو تندلولو ضرورت دے۔